1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۶ نومونه د نوماندانو له نوملړ څخه وایستل شول

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ مهر ۳۰, سه‌شنبه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سه شنبې په ورځ د راروانو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د نوماندانو له نوملړ څخه د ۱۶ تنو نومونه ایستلي دي. په دې ترتیب سره تر اوسه پورې د ولسمشريزو تاکنو له پاره لسو تنو نوماندانو شرايط پوره کړې دي.

https://p.dw.com/p/1A4Cp
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني، په کابل کې خبریالانو ته وویل: «د هغو ۲۶ کسانو له ډلې څخه چې د ولسمشرۍ له پاره یې ځانونه نومولي ول، د اسنادو تر څیړلو وروسته یوازې ۱۰ تنه یې د نوماندیدو شرایط پوره کوي.»

هغه نوماندان چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون شرایط یې پوره کوي اشرف غني احمدزی، عبدالرب رسول سیاف، زلمی رسول، ډاکټر عبدالله عبدالله، ګل اغا شیرزوی، عبدالرحیم وردک، قطب الدین حلال، قیوم کرزی، سردار محمد نعیم او هدایت امین ارسلا دي.

د پلان له مخې به په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشریزې ټاکنې وشي. د همدې کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني جنګي ځواکونه هم ووځي. ډیر شمیر کارپوهان دغه ټاکنې د افغانستان د برخه لیک له پاره ټاکونکي ګڼي.

تر دې مخکې ولسمشر کرزي ویلي وو چې ښه به دا وي چې په ټاکنو کې یوازې دوه یا درې نوماندان برخه واخلي چې د هغه په خبره د درغلیو مخه ونیول شي. د افغانستان په مخکنیو ولسمشريزو ټاکنو کې چې په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوې ۴۰ تنو ځانونه نومولي ول.

د راروانو ټاکنو له پاره په لومړي سر کې ډیرو کمو نوماندانو خپل ځانونه کاندید کړي ول، خو بیا د کاندیدولو په وروستۍ ورځ ډیر شمیر کسان د ټاکنو کمیسیون ته ورغلل او ځانونه یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید کړل.

د افغانستان د قوانینو له مخې د ولسمشری له پاره نوماند باید لږ تر لږه ۴۰ کاله عمر ولري، جرمي سابقه و نه لري او تر انتخاباتو مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ۱۰۰۰۰۰ افغانانو د رای اچولو کارتونه ورکړي. پر دې سربیره باید نوماندان دې کمیسیون ته یو میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه وسپاري.

نورستاني خبریالانو ته وویل: «هغه کسان چې نومونه یې د نوماندانو له لیست څخه ایستل شوي دي، ډیرې ستونزې لرلې. هغوی و نه شوای کولای چې د ټاکنو د قانون له مخې ټاکل شوي شرایط پوره کړي. دغه نوماندان له بیلابیلو ولایتونو څخه د کافي رای ورکوونکو د لاسلیکونو په راټولولو کې هم پاتې راغلي وو او ځینې فورمې هم په سمه توګه نه وی ډکې شوي.»

د ټاکنو د کمیسیون دغه چارواکي روښانه کړه چې که چیرې کوم ایستل شوی نوماند شکایت ولري نو کولای شي چې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون ته مراجعه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب