د ټاکنو په اړه ځانګړي معلومات
اعلان
د ټاکنو د لومړيو او منځنيو پايلو اعلان به د سنبلې يا وږي پر 12 نېټه چي د سپتمر د 3 نيټې سره برابره ده وسي. حتمي پايلي به د وږي په 26 نېټه،رچي د سپتمبر د 17 نېټي سره سمون خوري اعلان کړل سي. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په خبره د افغانستان د ټولو وګړو څخه چي شمېر يې د 27 او 30 مليونو تر منځ اټکل کيږي تقريبا 18 مليونه کسان به د رايي ورکولو کارتونه ولري. دغه کسان به وکولای سي چي د ټاکنو د 7000 مرکزونو په 29000 ټاکنځايونو کي خپله رايې و کاروي. پداسي حال کي چي د اولسمشرۍ له پاره دوو مېرمنو او 39 نارينو ځانونه کانديد کړي دي د ولايتي شوراګانو له پاره د ښځينه کانديدانو شمېر328 او د نارينه کانديدانو شمېر3196دی. د افغانستان د اولسمشرۍ او د ولايتي شوراګانو پر ټاکنو به د اټکل له مخه 223 مليونه ډالره لګښت راسي.