1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو پر ورځ به له ۸۰۰ زیات مرکزونه تړلي وي

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۲۳, جمعه

په داسې حال کې چې ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده، افغان امنیتي چارواکي وایي چې شاوخوا ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه به د دې بهیر امنیت ټینگ کړي. د راروانو ټاکنو په اړه امنیتي خنډونه تر ټولو لویه ننگونه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/1CHga
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه چمتو دی ترڅو د رای اچوونې د ۶۳۵۶ مرکزونو امنیت ټینگ کړي. خو دغه چارواکي روښانوي چې ۸۱۳ مرکزونه به د ناامنیو او د لارو د تړل کیدو له کبله د ټاکنو پر ورځ تړلي پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له امنیتي بنسټونو څخه غوښتي وو چې د ۷۱۶۹ مرکزونو امنیت ټینگ کړي.

د ټاکنو د امنیت کمیسیون مشر جنرال سالم احساس، وایي: «د امنیتي ځواکونو د وروستیو ارزونو له مخې، هغوی بشپړه وړتیا لري چې د دغو مرکزونو امنیت ټینگ کړي ترڅو خلک په کې له خپل قانوني حق [د رای ورکولو حق] څخه استفاده وکړي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت همداراز ۱۲۵۰۰ ښځو ته هم روزنه ورکړې ده چې د ټاکنو پر ورځ د رای اچوونې په ښځینه مرکزونو کې د رای اچوونکې د تلاشي دنده پر غاړه واخلي.

امنیتي چارواکو د هغو ولسوالو نومونه نه دی په ډاگه کړي چې په کې د رای اچوونې مرکزونه تړلي پاتې شي، خو ویلي یې دي چې دا ولسوالۍ په بادغیس، فراه، هرات، غزني، هلمند، ننگرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، سرپل او بدخشان ولایتونو کې دي. د کورنیو چارو وزارت روښانه کړې ده، هغه ولسوالۍ چې له پاکستان سره پر پوله پرتې دي د ناامنیو تر ټولو لوړه کچه لري.

عادلانه ټاکنې؟

د ړنو او عادلانه ټاکنو د په لاره اچولو له پاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تر ټولو لویه اندیښنه امنیتي گواښونه دي. دغه کمیسیون وایي چې د ټاکنو د په لاره اچولو او په دې بهیر کې د خلکو د گډون له پاره ټول چمتوالی نیول شوی دی، خو زیاتوي په هغه صورت کې چې امنیت ټینگ نه وي خلک نه شي کولای چې له خپل حق څخه چې د رایو کارول دي گټه واخلي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، وویل: «زموږ تر ټولو لویه اندیښنه امنیتي ستونزې دي. په تیرو ټاکنو کې د رای اچوونې پر ورځ ۲۰۵ مرکزونه وتړل شول چې له کبله یې زموږ ډیر شمیر هیوادوال د خپلو رایو له کارولو محروم شول.»

د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې یوه بله لویه ستونزه د رای پاڼو کمیدل وو. خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دا ځل یې ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره رای پاڼې چمتو کړې دي ترڅو بیا له دغې ستونزې سره لاس او گریوان نه شي.

د ټاکنو په بهیر کې د امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو مداخله یوه بله اندیښنه ده چې کیدای شي له کبله یې افغانان و نه شي کولای خپلې رایې وکاروي. د ټاکنو د لومړي پړاو په اړه یو لوی شکایت دا وو چې په ځینو مواردو کې سیمه ییزو زورواکانو، دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د خلکو پر ځای په صندوقونو کې رایې اچولې دي، خو نورستاني ټینگار وکړ چې دا ځل باید دغه کار تکرار نه شي: «باید په ټاکنیزو چارو کې له مداخله کولو څخه ډډه وکړي او امنیتي ځواکونه باید په هغه ډول چې ورته دنده سپارل شوې ده خپل کارونه پر مخ یوسي.»

د ټاکنو پر بهیر باندې څارنه

پلان شوې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو پر دویم پړاو باندې د دواړو نوماندانو ۱۰۰ زره څارونکي نظارت وکړي. پر دې سربیره رسنې او د مدني ټولنو استازې هم دغه بهیر څاري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویاند فهیم نعیمي، ویلي دي چې څارونکي کولای شي د ټاکنو له شفافیت سره ډیره مرسته وکړي: «څارونکي دا صلاحیت لري چې د تقلب په لیدو سره، مداخله وکړي او د هغه مخه ونیسي. که په هغه وخت کې و نه توانیدل چې مخه یې ونیسي کولای شي چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي.»

په عین حال کې د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې څارونکي کولای شي د راې پاڼو د نښاني کولو له غرفو پرته د ټاکنیزو مرکزونو پر ټولو برخو باندې څارنه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب