1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو نتايج به څه وخت اعلام سي؟

۱۳۸۹ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

په افغانستان کي پارلماني ټاکني تر سره سوې، خو د پرون ورځي راهيسي په ټاکنو کي د درغليو او بي نظميو موضوعاتو پوشتني را ولاړي کړي دي.

https://p.dw.com/p/PHyg
د شکايتونو د اوريدو د کمېسيون يو بهرني غړي، جان کيګلر چي د جنوبي افريقا يو قاضي دی تيره اونۍ وړاند وينه وکړه چي د ټاکنو بهير او د هغه وروستي نتايج به «جنجالي» وي.
د شکايتونو د اوريدو د کمېسيون يو بهرني غړي، جان کيګلر چي د جنوبي افريقا يو قاضي دی تيره اونۍ وړاند وينه وکړه چي د ټاکنو بهير او د هغه وروستي نتايج به «جنجالي» وي.انځور: AP

داچي د ټاکنو نتايج به څه وخت معلوم سي دې پوښتني ته دقيق ځواب ورکول سخت دي، يو شی چي معلوم دی هغه دا دی چي ټاکني تر سره سوي، خو هغه څه چي د افغانستان په نوې ديموکراسۍ کي تلوار نه ورته کيږي د ټاکنو نتايج دي.

کله چي سړی د چارواکو څخه پوښتنه کوي، د هغوی له خوا هم سړی دقيق ځواب نه اوري. د ټاکنو د کمېسيون له خوا يوازي دونه ويل سوي، چي د اکتوبر تر 8 ښايي لومړی نتايج او د اکتوبر تر 30 وروستي نتايج معلوم سي.

د دې ځنډ يوه وجه لوژستيکي خڼدونه دي. د ليري پرتو سيمو څخه په لومړي سر کي د رايو پاڼي د خرو او کچرو، موټرو او بيا څرخي الوتکو په واسطه د شمېرنو مرکزونه ته راوړل کيږي او بيا د کنترول لپاره کابل ته ليږدول کيږي.

بله مسأله چي د نتايجو د ځنډ سبب ګرځي هغه د شکايتونو د اوريدو کمېسيون ته رسيدلي شکايتونه دي چي د هغو شميرښايي زرګونو ته ورسيږي.

د شکايتونو د اوريدو د کمېسيون يو بهرني غړي، جان کيګلر چي د جنوبي افريقا يو قاضي دی تيره اونۍ وړاند وينه وکړه چي د ټاکنو بهير او د هغه وروستي نتايج به «جنجالي» وي.

داچي د ټاکنو نتايج به ولي شخړه ايز وي. ځواب يې دادی چي لومړی دا چي د ولسي جرګي لپاره کابو 2500 کسانو ځانونه کانديد کړي ؤ د دغه شمېر څخه يوازي په سلو کي لس ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي، نو ښکاره ده چي په سلو کي 90 پاته کسان به هرومرو د نتايجو څخه راضي نه ښکاري. هغوی ښايي په حقه او ناحقه توګه د درغليو تورونه عنوان کړي.

داچي په اوسني وخت کي د شکايتونو وضعيت څه ډول دي. د شکايتونو د اوريدو کمېسيون د په خبره د شنبې په ورځ د ټاکنو د پای څخه څلور ساعت وروسته 702 تحريري شکايتونه ورته وړاندي سول. کابو 2000 نور شفاهي شکايتونه ورکړل سوي دي.

خو دغه کمېسيون وويل چي، شکايتونه نه اوريدل کيږي، ځکه چي د مقرراتو سره سم ټول شکايتونه په تحريري توګه بايد وړاندي سي.

دغه ټول شکايتونه په تحريري توګه په وړاندي کيدو سره، به هغه پر مختلفو کتګوريو ويشل کيږي، کمېسيون په دې هکله غور کوي چي کوم شکايت پر ځاي دی او هغه په رښتيا هم د ټاکنو پر پايلو باندي ناوړه اغيزي کوي. بيا د شکايتونو کمېسيون کولای سي چي د اړوندي ټاکنيزي حوزي نتايج باطل وګني او سرغړونکو ته د سزا غوښتنه وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل