1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د کمېسیون چارواکي ممنوع الخروج اعلام سوي

۱۳۸۹ دی ۸, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو د لانجې په دوام اوس د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو عالي رتبه چارواکي ممنوع الخروج اعلام سوي دي.

https://p.dw.com/p/Qktq
د لوی څارنوالۍ د دفتر ریس طاهري ویلي چي دغه کسان پر ټاکنو د لګیدلو تورنو له امله له ملک څخه نسي وتلای
د لوی څارنوالۍ د دفتر ریس طاهري ویلي چي دغه کسان پر ټاکنو د لګیدلو تورنو له امله له ملک څخه نسي وتلایانځور: DW

د افغانستان له پارلماني ټاکنو را ولاړې سوې لانجې له تیرو دریو میاشتو را پدې خوا لا هم ندي هواري سوي.

د لوی څآرنوالۍ له لوري تيره ورځ رسنیو ته ویل سوي چي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمېسیون دولس تنه غړي نه سي کولای چي له ملک څخه ووزي.

په دغو دولسو کسانو کي د دواړو کمیسیونونو د ویندویانو هر یوه نور محمد نور او ضیا رفعت نومونه هم راغلي دي.

د لوی څارنوالۍ د دفتر ریس طاهري ویلي چي دغه کسان په ټاکنو د لګیدلو تورنو له امله له ملک څخه نسي وتلای.

په ورته وخت کې ولسمشر کرزي له لوري د ټاکنیزو لانجو د هوارولو لپاره د یوې ځانګړي ډلي د په دندې ګمارلو خبره هم ورکړل سوی.

که څه هم دغه دولس کسان چي پکښي د دواړو کمېسیونونو د مشرانو هره یوه فضل احمد معنوي او یوه بل قاضي نومونه هم راغلي خو تر اوسه پوري د کمېسیونونو چارواکي خپلي تر سره کړي دندي د قانون په رڼا کې بولي.

له دې دمخه لوی څارنوالی د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویندویانو د نیولو امر هم کړی وو چي تر اوسه پوري ندی عملي سوی.

دا په داسي حال کې ده چي هره ورځ جوپه جوپه پاته راغلي کاندیدان لوی څارنوالی ته تګ را تګ کوي او د ټاکنو د پایلو د باطلیدو او د درغلو کسانو د محاکمې غوښتنه کوي.

په دغه لړ کي د سه شنبې په ورځ هم یوه ډله کاندیدان لوی څارنوالی ته ورغلي ول.

هغوي ویل چې دوی خپل حق غواړي او ژر تر ژره باید د ټاکنو د بهیر ګډوډونکي او د هغوي په وینا په پایلو کې لاس وهونکې ونیول سي.

د یادولو وړ ده چي د لوی څارنوالۍ له لوري د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دولسو چارواکو د ممنوع الخروج اعلام کیدو په اړه دويچه ویله هڅه وکړه چي د کمېسیون دریځ هم ولري خو د مکررو اړیکو سره سره د دغو کمېسیونونو د چارواکو او ویندویانو ټلیفونونه مړه ول.

ميرويس جلالزی/کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل