«د ټاکنو د قانون مسوده بشپړه شوه»
۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبهښاغلي معنوي د ټاکنو د روڼتیا پر وړاندې د رایه ورکونکو نوم لیکنه ترټولو ستره ننګونه وبلله. ده په ټینګار سره وویل چې د افغانستان د سرشمېرنې اداره دې په دې برخه کې د هر ولایت او هرې سیمې د نفوسو په اړه کره معلومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورکړي.
د معنوي په وینا په افغانستان کې موجوده ستونزو ته په کتو سره د راتلونکو ټاکنو له پاره ډیر کم وخت پاتې دئ:
«د هغو ستونزو له مخې چې تاسو ئې شاهد یاست، ډیر کم وخت په لاس کې لرو. که چیرې ټول بنسټونه او اړوندې ادارې د ټاکنو بحث په خپلو کاري لومړیتوبونو کې و نه نیسي او له همدا اوسه چمتوالی ونه شي، زه اعلان کوم چې هیڅوک او هیڅ مرجع به د ټاکنو د شفافیت تضمین ونه شي کړای.»
معنوي زیاته کړه چې امنیتي ارګانونه باید د ټاکنو د امنیت او مرسته کوونکي باید د ټاکنو د مالي ملاتړ په برخه کې خپل چمتوالي پیل کړي. معنوي دا څرګندونې په هغه خبرې غونډې کې وکړې چې نن «د یکشنبې ورځ د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې لسمه» د ټاکنو د قانون د مسودې د بشپړیدو په موخه راغوښتل شوې وه.
د ښاغلي معنوي پر وینا د ټاکنو کمېسیون پر دې وتوانید چې له اوږدو سلا مشورو وروسته د افغانستان د ټاکنو قانون مسوده بشپړه کړي.د ټاکنو د کمېسیون مشر وايي چې د ټاکنو د قانون د مسودې د جوړولو کاري ډلې دغه وړاندیزونه په قانون کې ځای کړي دي.
١. د کميسيون ھغه صلاحيتونه چې په اساسي قانون کې ئې وړاندوينه شوې ده
٢. د ټاکنو د ادارې د لاښه والي په موخه تخنيکي او عملياتي بدلونونه
٣. په ټاکنيزو سٻستمونو کې بدلون
۴. د ټاکنيزو شکايتونو او نيوکو د غور لاندې نيونې د بھير له پاره د يوه قانوني او مؤثر ميکانيزم رامنځته کول.
معنوي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې تردې وړاندې ئې ټولې ټاکنې د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان پر بنسټ ترسره کولې او اوس هېواد د ټاکنو له یوه بشپړ قانون څخه برخمن شو:
«دا مسوده بشپړه شوې ده. زه هیله من یم چې ډیر ژر اړونده مراجع د ټاکنو قانون ترتیب شوې مسوده تصویب کړي، چې تردې وروسته به افغانستان د ټاکنو له یوه قانون څخه برخمن وي.»
هغه وړاندې وویل چې د ټاکنو قانون مسوده چې په ۱۷ فصلونو او ۶۸ مادو کې جوړه شوې ده، به په راتلونکو څو ورځو کې د عدلیې وزارت ته ولیږي.
اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض