د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي کارکونکو ته قسم ورکړل سو
۱۳۸۹ تیر ۱۶, چهارشنبهپه هغه غونډې کي چي نن د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په مرکزي دفتر کي جوړه سوې وه د افغانستان د څلورديرش ولايتونو څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولينو برخه اخيستې وه.
د خپلواک کمېسيون رئيس قضاوتپوه فضل احمد معنوي د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د ځينو سمونونو راوستلو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چي په تيرو ټاکنو کي د درغليو له امله دکمېسيون شپږ زره تنه کارکوونکي دکار څخه ګوښه شوي دي.
د هغه په خبره د څلورو ولايتونو مسوولين لوی څارنوالۍ ته ورپيژندل سوي او د ټاکنو په اړوند د فترونو کي د کارکوونکو د ګمارلو دپاره يې يو سيستم رامنځ ته کړی.
د سوويلي زون د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالواسع الکوزي د لوړي د مراسمو څخه وروسته آلمان ږغ راډيو ته وويل چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي چارواکو ته قسم ورکول په دې مانا نده چي ګواکي پر دوئ باندې کمېسيون ډاډ نلري،بلکي تر دې د مخه هم بايد د لوړې مراسم ترسره سوي وای.
د يادوني وړ ده چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي خبره وکړه او وې ويل چي دوئ د ټاکلي مهال ويش سره سم پرمخ ځي.
فضل احمد معنوي د لوړې د مراسمو ادا کول يې د کميسيون د ټولو اړونده ادارو د چارواکو لپاره اړين وباله او وې ويل چي په نژدې راتلونکي کي به ټول هغه چارواکي چي د کمېسيون په مرکزي دفترونو کي په دندو بوخت دي د لوړې مراسم تر سره کړي.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل