د ټاکنو د امنيت په اړه بحث پيل سو
۱۳۹۱ اسفند ۲۳, چهارشنبهخو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چي تر بل هر وخت ډير غښتلي شوي دي او کولای شي د تیرو ټاکنو سره په لوی توپیر د ټاکنیزو حوزو امنیت خوندي کړي.
د ټاکنو له پاره دا ځل اوه زره ټاکنیز مرکزونه په ۳۴ ولایتونو کې په پام کې نیول شوي دي.
د دغو ۷۰۰۰ مرکزونو د ځای ځایګي او موقیعتونوپه اړه چې د ټول ټاکنوکمیسیون کوم نوم لړ جوړ کړی، اوس درې سره امنیتي ادارې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او ملي امنیت دنده لري چي امنیت خوندي کړي.
امنيتي ارگانونه وايي چي اوس د دغو ځایونو د نقشې په اړه د مشخص پلان په جوړ.
تیر ځل یو شمیر حوزې د نا امنۍ او د زور پالو د بریدونو په ترځ کې حتی د انتخاباتو په ورځ تړلي پاتي شوې او په زرو رای ورکوونکي د رایو له اچولو محروم شوي ول.
د کورنیو چارو وزارت نطاق صدیق صدیقي وایي چې دا ځل به هغه تیري ستونزي نه تکراریږي او هر څه به په سم ډول سمبال شي ځکه افغان ځواکونه په ټولو ولایتونو او حاکمو نقاطو کې غښتلی فزیکی حضور لري:
«موږ کافي فرصت لرو چې د رای ورکوني د مراکزو پر امنیتي خونديتوب کار وکړو او زموږځواکونه اوس په ډير ښه حالت کې دي او تر یوه کال پوري به لا هم خپلي وړتیاوي لوړي کړو تر څو د ټاکنو امنیت په سمه توګه سمبال کړای شو.»
د افغانستان ولسمشریزي ټاکني به دقیق په داسي وخت کې تر سره شي چې دمهال ویش له مخې به تر هغه وخته ډیری بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وي.
ترڅنګ به يې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ټوله خاوره د کورنیو ځواکونو تر پوښښ لاندي راغلې وي.
هغه ځواکونه چې په وړتیا یي تر اوسه هم شک کیږي او خلک وايي ګومان نه کوي دغه ځواکونه په یوازي سر د ملک امنیت ټینګ کړي.
د دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظیمي وایي، کورني ځواکونه د سمبالیدو په حال کې دي او نه یوازي دا چې د ټاکنو امنیت به خوندي کړي بلکي ټولي هغه ليري پرتې غرنۍ سیمي به هم وساتي، چې خلکو ته د رای ورکوني مرکزونه په پام کې نیول شوي دي:
«په ټوله کې د انتخاباتو پر لور په داسي حال کې ځو چې موږ ښه کیفیت، ښه تجربه او د سرتیرو ښه شمیر لرو، موږ د هغو۷۰۰۰ مرکزونو د امنیت په اړه چې د ټاکنو کمېسیون راکړي له کورنیو چارو او ملي امنیت ادارې سره خبري کو او تر هغه پوري به یو بشپړ امنیتي پلان ولرو.»
د ټول ټاکنو د کمېسيوین د وینا له مخې چې د روانو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د رای ورکوني د کارتونو د ویش لړۍ به د ۱۳۹۲ کال د غوايي له میاشتي پیل او په زمري میاشت کې پای ته ورسیږي.
په دغه لړۍ کې به هغو کسانو ته کارتونه وویشل شي چې یا يې په تیرو کلونو کې د رای ورکوني کارت نه دی اخیستی، یا د هيواد له دباندي څخه را ستانه شوي او یا يې هم کارتونه ورک شوي دي.