1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د انتخاباتو په اړه د چمتوالي پروګرامونه څرګند کړل

۱۳۸۸ مرداد ۱۸, یکشنبه

د ټاکنو دکمېسيون د چارواکو په خبره د افغانستان 34 ولايتونو ته يې د انتخاباتو اړوند مواد استولي او ټولي لوژستيکي چاري بشپړي سوي دي...

https://p.dw.com/p/J6So
د رايو اچولو صندوقونه ولاياتو ته د ليږلو پر مهال
د رايو اچولو صندوقونه ولاياتو ته د ليږلو پر مهالانځور: AP

په هغه خبري كنفرانس كي چي د شنبې په ورځ په کابل کي جوړ سوی و د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو وويل، چي دا ډيره مهمه موضوع ده ، د ټاكنو خپلواك كميسيون وتوانيده چې د ټاكنو اړوند توكي نن د افغانستان ۳۴ ولايتونو ته ورسوي او له ولايتونو څخه د ټاكنيزو توكو د رسيدلو ډا ډ كميسيون ته وركړل شوى . د ټاكنو كميسيون پلان لري چې د ولايتونو له مركزونو څخه ټاكنيز توكي په ټول افغانستان كې د راى وركولو 7000 مركزونو ته او د راى وركولو 29 زره محلو ته ورسوي .

نورمحمد نور د ټاكنو مركزونو او محلو ته د ټاكنيزو توكو رسول ستونزمنه وبلله خو وې ويل چې د يو ښه پلان په جوړولو سره په دغه ستونزه بريالي كيږي او توكي به په سالمه توګه د راى وركولو مركزونو او د راى وركولو محلو ته ورسيږي .

نورمحمد نور وويل چې : په ټوليزه توګه په پلان كې ده چې په ځينو ولايتونو كې چې د ټاكنو د راى وركولو محلو ته موټر نشي تلى لكه د بدخشان ، تخار ، دايكندي ، پنجشير او د دوه و سوهيلي ولايتونو په ځينو سيمو كې له 3171 باروړونكي څارويو څخه كار اخيستل كيږي ، همدارنګه ځمكنى اوهوايي ترانسپورت هم تنظيم شوى .

درې چورلكې د كميسيون لخوا په كرايه نيول شوي او هغو سيمو ته چې د ټاكنيزو توكو او كاري پرسونل په ليږد راليږد كې ستونزې موجودې وي له چورلكو څخه كار اخيستل كيږي. د نورمحمد نور په وينا د ځمكني ترانسپورت په برخه كې څه د پاسه درې زره لارۍ موټرونه د راى وركولو مركزونو په واك كې وركړل شوي دي .

د ټاكنو لپاره د چمتو والي دويمه مسله په ټاكنو كې له درغليو څخه مخنيوي ته ځانګړې شوې وه . د ټاكنو د خپلواك كميسيون د اړيكو د رياست غړې ميرمن مرضيه پدې هكله خبريالانوته وويلې چې : كميسيون ډيره هڅه كوي تر څو په ټاكنو كې روڼتيا موجوده وي او د درغليو كچه راټيټه كړي د دې لپاره چې په ټاكنو كې د درغليو او سرغړونو كچه راټيټه شي درې لارې مو خپلې كړي لمړى په ټاكنو كې د كاروونكو توكو د كيفيت لوړوالى ، دويم د ټاكنو د اړوندو توكو د ليږدولو او ځاى پرځاى كولو څخه كلكه څارنه او دريم هغه طرزالعمل چې له درغليو څخه مخنيوى كوي .

ميرمن مرضيه هغو دوه و ټكو ته اشاره وكړه چې د نه پاملرنې په صورت كې به په ټاكنو كې د درغليو لامل وګرځي . ميرمن مرضيې په دغو دواړو برخو كې د كميسيون ډاډ څرګند كړ او زياته يې كړه چې : له څو آزمايښتونو څخه وروسته او له څوو بيلابيلو كمپنيو سره له خبرو وروسته داسې رنګ ټاكل شوى چې له ګوتې څخه تر څو ورځو پورې ولاړ نشي او همدارنګه د راى وركولو راى پاڼې هم داسې چاپ شوي چې امنيتي كرښې لري او څوك نشي كولاى چې په دې برخو كې له درغليو څخه كار واخلي .

انور برى پال/ کابل

کتونکی. زيارمل