د ټايلنډ د ټاکنو گټونکې د شيناواترا خور ښکاري
۱۳۹۰ تیر ۱۲, یکشنبهد راييو ورکونکو څخه د پوښتنو له مخه، چي د يکشنبې په سهار د تايلند د تلويزون له خوا د ټاکنو د حوزو د تړلو څخه وروسته خپري سوې، په 2006 کال کي د پوځ له خوا د پخواني راپرځول سوي صدراعظم، تاکسين شيناواترا ګوند مطلق اکثريت ګټلی دی.
د تايلند د تلويزيون،PBS، رپوټ ورکړ، چي د نوموړي ګوند ښايي د پارلمان د 500 څوکيو څخه 313 ګټلي وي.
شيناواترا خپله په دوبی کي په جلا وطني کي ژوند کوي، خو په دې ټاکنو کي يې خپله خور، اينګ لوک شيناواترا د صدارعظمۍ چوکۍ لپاره کانديد کړې ده.
له ټاکنو څخه مخکي اينګ لوک چي يوه سوداګره ده او سياسي تجربه هم نه لري، خپلو خلکو ته د سوکالۍ د « سرو او شنو» باغونو وعده ورکړه:
د ټاکنو د لومړيو غير رسمي نتايجو په خپريدو سره، د نوموړي ګوند چي د «فيو تاي» په نامه ياديږي د خوښي چيغي او ناري پورته سوي.
د دغه ګوند پلويانو چي ډيری يې اطرافي ولسي خلک دي او په « سور کميسو» شهرت لري، تير کال د واکمن ديموکرات ګوند پر ضد پاڅون وکړ. دغه پاڅون د حکومت له خوا د برچې په زور وټکول سو.
خو اوس دغه ګوند د ديموکراتيکو ټاکنو له لاري بيرته د حکومت د ادارې د ترلاسه کولو له پاره پر خپل مخ دراوزي پرانيستلي.
د اينګ لوک شيناواترا مخالف اوسنی صدراعظم «ابهسيت ويايي وا» دی. هغه چي د تايلند شاهي کورنۍ ته وفادار سړی دی، د پوځي کودتا له لاري قدرت ته ورسيد.
د غير رسمي نتايجو له مخي د واکمن صدراعظم، ابهسيت، ګوند چي ښايي د پارلمان د 132 تر 152 څوکيو پوري ګټلي وي. هغه د ټاکنو څخه مخکي ويلي دي که چيري مخالف ګوند ټاکني وګټي ښايي په تايلند کي ناکرارۍ رامنځ ته سي.
نوی حکومت بايد په خپل ټولنه کي ژور اختلاف چي د پوځي کودتا را په دې خوا رامنځ ته سوي دي له منځه يوسي، که نه نو ښايي پوځ بيرته د سياست ډګر ته ودانګي او د تايلند د بې ثباتي ديموکراسۍ نيالګي بيرته مات کړي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل