1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټانکرو چلوونکي: پر لويو لارو امنيت غواړو

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۲۵, سه‌شنبه

په کابل کي د نفتي ټانکرونو خاوندان شکایت کوي چې د کابل– کندهار لویه لاره ورته په یوه ویره ونکي کانال بدله شوې ده چې هره ورځ د دوی د تیلو پر ټانکرونو باندي بریدونه کيږي او سوځول کیږي.

https://p.dw.com/p/198R7
Smoke rises from burning NATO supply trucks in Samangan province, July 18, 2012. A bomb planted by the Taliban destroyed 22 NATO trucks carrying supplies to their forces in northern Afghanistan, the Taliban and police said on Wednesday. REUTERS/ Stringer (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST)
Afghanistan NATO Tanklaster Bombeانځور: Reuters

د نفتي ټانکرونو چلونکو او خاوندانو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۱۶) په کابل کي د پارلمان مخي ته د اعتراض په توګه را ټول شوي ول. اعتراض کوونکو ويل چي تقريباً هره ورځ ئې د کابل- کندهار پر لويه لاره د میدان وردگو ولايت د سید آباد ولسوالۍ په سیمه کي په نفتو بار موټر سوځول کيږي.

د دوی په خبره تيره اوونۍ وسله والو طالبانو د تيلو نزدې۵۰ ټانکرونه په دغه سيمه کي سوځول شوي دي. د راپورونو له مخي دغه ټانکرونه د دغه هيواد له لوېدځ او شمال څخه یوې او بلي خوا ته د ناټو او امریکايي ځواکونو مرکزونو او نورو پروژو ته د سونګ مواد رسوي.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلي څخه يوه تن چي خپل نوم يې رسول يار ښوده له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«زه د دغي لاري يو ډريور یم چي له شیخ آباد څخه پر موږ جنګ شروع شو تر سالارو پوري، هلته موږ د ساتني له پاره نه پولیس ول نه پوځیان، د پولیسو د یوې پوستي په څنګ کې یې زما پینځه موټره وسوځول.»

په کابل کي د پارلمان مخي ته راټول شوو اعتراض کوونکو ادعاکوله چي د لويو لارو امنيتي پوستې د دوی د ټانکرونو امنيتت نه شي خوندي کولای او ښه به وای چي د دوی د کتارونو د امنيت سپارلو مسئوليت بيرته شخصي کمپنيو ته وسپارل شي. پر لويو لارو باندي د نفتي موادو د ټانکرونو امنيت د عامه نظم د پوليسو پرغاړه دی.

دغه چاره هغه مهال افغان کورنیو حکومتي پولیسو ته وسپارل شوه چې په تیرو څو کلونو کې د شخصي امنیتي کمپنیو د کسانو په اړه حکومت ته شکایتونه وشول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي که څه هم د تیلو د ټانکرو د یو شمیر خاوندانو اندیښنې او شکایتونه پر ځای بولي خو ټینګار کوي چې دوی پر یو لړ داسي پلانونو کار کوي چې له مخې یې د لویو لارو امنیت خوندي کړي.

صدیقي وایي دوی هڅه کوي د میدان وردګو، غزني او زابل د لویو لارو د ساتونکو قواوو تر منځ همږغي او نږدې همکارۍ ته وده ورکړي:

«کوښښ کوو چې له یوې خوا دښمنانو ته ضربه ورکړو، هغوی هم چې کله په کوم ځای برید کړی ناکام شوي دي او ورته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده او زموږ هڅه دوام لري، چي افغان ولسي خلکو ته د دښمن له اړخه د مرګ ژوبلي د اوښتو مخه ونیسو.»

د ولسي جرګې دفاعي جرګه ګۍ هم د کابل– کندهار پر لویه لاره د تیلو د ټانکرو د چلوونکو اندېښنې پر ځای بولي او هغه يې یوه جدي ستونزه بللې ده.

د دغې جرګه ګۍ مشر میرداد نجرابي د ټانکرو له یو شمیر چلوونکو سره د خبرو پر مهال په کابل کې وویل: «هغه څه چې زموږ په توان کې دي هغه به تاسو څخه و نه سپموو، له یوې خوا به ستاسو د ټانکرونو د امنیت له پاره لازم تدابیر ونیسو او له بلې خوا به له امنیتي ادارو سره خبري وکړو چې څرنګه د لویو لارو د خوندي کولو له پاره کار کولای شو، زه فکر کوم چې اوسنی حالت یوه بې نظمي ده.»