د يو تن آلماني د تښتولو په تور څلور تنه شکمن نيول سوي
۱۳۸۶ آذر ۲۹, پنجشنبهاعلان
د سوداګرۍ وزير ويلي، چي په دې قضيه کي څلورتنه شکمن کسان نيول سوي دي، چي ټول د تښتول سوي آلماني سره خپلوي لري.
افغان پوليسو ويلي Kleber هغه وخت د څلورو وسلوالو کسانو لخوا وتښتول سو، چي د خُسر د ليدني ته ور روان و. افغان چارواکو ويلي، د امکان څخه ليري ده ، چي د تښتولو سوي آلماني په پېښه کي دي طالبان يا د حکومت نور مخالفين لاس ولري.