1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوې بااعتماده ملګرې په حيث انگيلاميرکل ته درناوی

۱۳۸۸ آبان ۱۱, دوشنبه

د جرمني صدراعظمه انگيلاميرکل نن امريکا ته ځي، او سبا به هلته د امريکا د ددواړو مجلسو(پارلمان) په مخکي وينا واوروي، چه دا دې ته دډير احترام په معنی ده

https://p.dw.com/p/KLZe
د جرمني صدراعظمه انگيلاميرکل
د جرمني صدراعظمه انگيلاميرکلانځور: AP

امريکايان د بارک اوباما تر مشرتابه لاندي هم سره يو لاس نه دي . دموکراټان او جمهوريت غوښتونکي هم هغسي لکه د تېرو شلو کالونو په شان يو د بل پرضد، او نه پخلاکېدونکي دي . د دې خبري تر ټولو لوی ثبوت د بارک اوباما دا کوښښونه دي، چې غواړي په ټوله امريکه کې روغتيايي بيمې رامنځ ته کړي .

همدارنګه د اقتصاد او مالي سياست په برخه کې، او يا دا چي په افغانستان کې څه لاره غوره کړي : هره خوا بې اطميناني، بې اتفاقي، او کله کله هم د کانگرس د غړو تر منځ لانجه راپورته کيږي . دواړه اړخونه په ډېر مشکل سره کومي موافقې ته رسيږي . او امکان لري دا له دې کبله هم وي، چې په انتخاباتو کې د جهموريت غوښتونکو د بايللو زخمونه لا تر اوسه پوري روغ شوي نه وي .

په داسي وخت کې چې هلته دا سياسي وړې وړې لانجې رواني دي، د جرمني صدراعظمه انگيلاميرکل له واشنگټن څخه کتنه کوي . له ميرکل څخه دا غوښتنه چي د امريکې د پارلمان د دواړو جرگو په وړاندي وينا وکوي، نوموړې ته د درناوي نخښه ده . ميرکل به د جرمني د دواړو برخو د يوځای کېدو د کليزي په ماښام په واشنگټن کې د ډيرو کسانو دامريکايي خوب او خيال تمثال جوړوي، او هغه دا چې له کمونست ختيز څخه يوه مېرمن تاريخي آوښتون ويني، او حتی يو څه برخه پکښې اخلي او په پای کې د يوه آزاد ټاکل شوي حکومت مشرتابه ته رسيږي . دا چې دغه امريکايی خيال په اورپا کې په حقيقت بدليږي، د کانگرس د غړودپاره بې توپېره ده او کوم نقش نه لوبولي .

د اقتصادي بې ثباتۍ په وخت او داسي کلونو کې چي د اسلامسټانو سره مبارزه روانه ده، امريکا د باور وړ ملگرو ته اړتيا لري . په شپږو مياشتو کې به د افغانستان جگړه تر نورو ټولو هغو جگړو اوږديږي، کومي چې امريکې سر ته رسولې دي . په واشنگټن کې دا اندېښنې راپورته شوي، چې ممکن ملگري هېوادونه يې د نړيوال تروريزم پر ضد مبارزه کې يوازي پرېږدي . نه يوازي دا چې د کانگرس غړي دا بېره لري، چې له څو کالونو قرباني ورکولو وروسته به بيا هم د افغانستان جگړه بايلوي .

نو ځکه همدا ټينگار کوي، چې له اسلامستانو سره جگړه يواځي د امريکې موضوع نه ده . اولسمشر اوباما هڅه کوي نور هېوادونه، په تېره بيا د ناټو اورپايي ملگري، هم مسئوليت ته راوبولي . خو د اورپايي ملگرو لخوا لږ ملاتړ ترې کيږي . امکان لري د انگلستان لومړی وزير گوردون براون راتلونکې ټاکني بايلي . د فرانسې پر مشرتابه باندي هم اوباما ټينگ باور نه لري . سرکوزی په امريکه کې په بې ثباتۍ مشهور دئ . د ايطاليې لومړی وزير بيرلوسکوني زياتره خصوصي او د خپل ژوند چارو ته متوجه دئ . نو دا کوم د حيرانتيا ځا ی نه دئ، چې په واشنگټن کې د آلمان لومړۍ وزيرې ته د درناوي په سترگه کتل کيږي .

انگيلا ميرکل له اوباما څخه يوازي د ترهگرانو پر ضد ملاتړ نه کوي . دوی په شريکه سره د مالي بازارونو ريفورم پرمخ بيايي ،او کوښښ کوي د G-20 هېوادونو ډله پياوړې شي . د اقتصادي ثبات پېټی بايد پر ډېرو اوږو واچول شي .

همدا خبره د اقليم ساتني په سياست کې هم ده . د جرمني لومړۍ وزيره غواړي، هر ځای چي ممکنه وي، امريکه هم راشريکه کړي، تر څو د تحمل وړ نتايج لاس ته وروړل شي . د يادولو وړ خبره ده، چې مخکيني مشر جارج بوش د اقليم ساتني له نړيوال سياست څخه ځان نه خبراوه . ولي اوباما بيا د هغه برخلاف، په امريکه کې د بديلي انرژۍ دلاس ته راوړلو کارونه پرمخ بيايي .

سورج/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري