1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د يوه ناروغ له بدنه ۱۹کاله وروسته قيچي راويستله سوه

۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبه

د ويټنام ډاکټرانو ۱۹کاله وروسته د يوه ناروغ له گېډي قيچي راويستله. داسي ښکاري چي دغه قيچي به د يوه جراحي عمليات پرمهال د هغه په بدن کي پاته سوې وي. دغه کس اوس روغ رمټ دئ.

https://p.dw.com/p/2VEGs
Vietnam Schere nach 18 Jahren aus Bauchraum entfernt
انځور: Getty Images/AFP/Vietnam News Agency

يوه ويټنامي ۱۹کاله په خپل بدن کي له يوې قيچي سره ژوند کړی. هغه هيڅ خبر نه وو چي د جراحي پرمهال ئې په بدن کي قيچي پاته سوې ده او عادي ژوند ئې کاوه.

د ويټنام روغتيايي چارواکو ويلي دي: «دغه ۵۴ کلن په دې وروستيو کي د معدې له درده شکايت کاوه. کله چي ډاکټرانو د هغه التراساونډ وکړ، په گېډه کي ئې يوه ۱۵سانتيمتره د جراحي قيچي وموندله سوه.»

په نړۍ کي داسي ډېري پيښي کشف سوي چي د يوه ناروغ په بدن کي دي تر عملیات وروسته د جراحي سامان، لکه پنس، ستن او يا د فلزي سامان يو بل شی پاته سوی وي. خو تر اوسه پوري داسي ډېر لږ موندل سوي چي دغه شان خطرناک فلز دومره اوږده موده د يوه ناورغ په بدن کي پاته وي.

د ويټنام ډاکټرانو ويلي دي چي دوی تر درې ساعته عملیات وروسته بريالي سوي دي چي د دغه سړي له گېډي څخه دغه خطرناکه تېره وسيله راوباسي.

ډاکټرانو د هغه روغتيايي وضعيت ښه بللی او ويلي ئې دي چي دغه قيچي کيدای سي د هغه جراحي عمليات پرمهال پاته سوې وي چي په ۱۹۹۸م کال کي ئې کړی وو.

هغه وخت دغه سړی د موټر تر ټکر وروسته عمليات سوی وو. په دغو کلونو کي قيچي له هغه ځايه چي پکښې پاته سوې وه حرکت کړی وو او کلمې ته نژدې پرته وه.

د ويټنام د روغتيا وزارت رسمي سايت هم په دې اړه خپل راپور کي ويلي دي چي دغه سړي ۱۹کاله عادي ژوند کاوه.

د ويټنام قضايي چارواکي اوس په هغو جراحانو پسې گرځي چي د دغه سړي جراحي عمليات ئې کړی وو.