د يونان په کابينه کي بدلونونه راغلي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبهاعلان
د يونان د پورونو د بحران په سخت وخت کي، لومړي وزیر لوکاس پاپاډيموس، د خپلي کابينې دوه وزيران بدل کړي دي. ده د اقتصاد وزير د ملکي دفاع د چارو د رئيس او د اقتصاد دوزير په حيث ئې بيا د سوسيالسټ گوند خپله حزبي ملګرې او د اروپايي ټولني پخوانۍ کميساره انه ډيامنتو پولو، ټاکلې ده. د ماليې وزير او انګيلوس وينيڅيلوس، پر خپل ځای پاته دئ.