1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان په مهاجر کمپ کي يو افغان وژل سوی

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۲۵, جمعه

د يونان په يوه مهاجر کمپ کي د افغان مهاجرو ترمنځ په خپل منځي جنگ کي يو افغان وژل سوی دئ. دغه ۲۰ کلن افغان د پنجشنبې په ورځ له خپلو هيوادوالو سره په شخړه کي سخت ټپي سوی او وروسته ئې په روغتون کي سا ورکړې.

https://p.dw.com/p/1JPG1
انځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economou

د يونان پوليسو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جولای ۱۴مه) ماښام خبر ورکړی دئ چي آتن ته نژدې په الينيکو مهاجر کمپ کي د نژدې ۵۰ افغان مهاجرو تر منځ شخړه سوې او يو بل ئې سره ډبولي دي.

پوليسو ويلي دي چي دوه نور کسان چي هويت ئې روښانه نه دی ټپيان سوي دي.

په الينيکو مهاجرکمپ کي نزدې ۳۰۰۰ مهاجر مېشته دي چي اکثريت ئې افغانان او سوريايان دي. د پوليسو د معلوماتو له مخي د سه شنبې په ورځ هم درې تنه مهاجر په دغه کمپ کي د شخړي پرمهال په ټپي حالت کي روغتون ته انتقال سوي ول.

په تيرو مياشتو کي د يونان د مهاجرو په کمپونو کي د مصريانو ترمنځ شخړه کي يو مصرۍ ووژل سو.

له هغه وخت راهيسي چي اروپايي ټولني له ترکيې سره د مهاجرو د بيرته ورگرځولو تړون لاسلیک کړي دی، د آژه سمندرگي پرغاړه ټاپوگانو کي په زرونو انسانان اروپا ته د تگ په نيت ناست دي.

هغه مهاجر چي د روان کال د مارچ مياشتي تر ۲۰ ڼېټې وروسته د ترکيې له لاري يونان ته رسېدلي دي او په يونان کي د پناه غوښتنه ونه کړي، له ترکيې سره د سوي تړون له مخي بايد بيرته ترکيې ته ولېږل سي.

د دغه تړون له مخي له يونان څخه د بيرته هر لېږونکي مهاجر پر ځای اروپايي ټولنه له ترکيې څخه يو بل مهاجر په قانوني توگه مني.