د يونان پارلمان د سپما نور تدابير ونيول
۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبهاعلان
يونان مجبوره دی چي اوس د صحي خدماتو په برخه کښي هم سپما وکړي. پرون شپه په آتن کښي پارلمان د سپما نور سخت تدابير هم وضع کړل چي د هغه دپاره د ۳۰۰ وکيلانو د جملې څخه ۲۱۳ مثبتي رايي ورکړې.
د صحي خدماتو په برخه کښي اوسنۍ فيصله د سپما د پروګرام ورستۍ برخه وه چي د نړيوالو مالي مؤسسو لخوا يې غوښتنه سوې وه او بايد د کال تر پايه پوري ۳،۲ مليارډه يورو وسپمول سي. ددې دمخه پارلمان د متقاعدينو او مامورينو د معاشونو پر کمولو باندي موافقه کړې وه.
د پارلمان ددغي فيصلې په مقابل کي د احتجاج په ډول نن په آتن کښي د ترانسپورټ هيڅ وسيله تګ راتګ نه کوي.