د يونان له پيريوس ښار څخه افغان مهاجر ايستل کيږي
۱۳۹۵ فروردین ۱۳, جمعهد بريتانيا د سکای تلويزيون د راپور له مخي پتېيل سوې ده چي نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اپريل لومړۍ نېټه) شاوخوا ۷۰۰ افغانان په بس موټرونو کي نورو کمپونو ته ولېږدول سي.
د پيريوس په بندر کي د چهارشنبې په ماښام د افغان او سوريايي مهاجرو ترمنځ تاوتريخوالی پېښ سو او دواړو اړخونو يو پر بل باندي ډبري واورولې. په دغه تاوتريخوالي کي ۸ کسان ټپيان سول.
په دغه بندري ښار کي مهاجرو او پناه غوښتونکو ته کمپونه جوړ سوي دي او له مياشتو راهيسي د دوی څخه هيله کیږي چي کمپونو ته ولاړ سي، خو دوی پر سړکانو کوچنۍ خېمې درولي دي او پکښې شپې ورځي تيروي.
د دوی ډېری نه غواړي چي رسمي کمپونو ته ولاړ سي او وايي چي په کمپونو کي د اوسېدو شرايط خراب دي. دوی دغه شان ويره لري چي که يوار دغو کمپونو ته ننوځي «له پامه و نه غورځول» سي.
د يونان د نظر پوښتني انستيتوت د يوې نظر پوښتني له مخي د دغو مهاجرو دوه پر دريمه برخه غواړي چي جرمني ته ځانونه ورسوي.
له بلخي خوا درې ورځي وروسته يعنی د اپريل پر څلورمه نېټه د ترکيې او اروپايي ټولني ترمنځ تړون عملي کيږي.
د دغه تړون له مخي ټول هغه مهاجر چي له ترکيې څخه يونان ته ورځي بيرته ترکيې ته لېږل کيږي. يونان ته ډېر مهاجر له ترکيې څخه د آژه سمندرگي له لاري ځانونه رسوي.