د يونان او مکدونيا په سرحد کي مهاجرو خپلي شونډي گنډلي
۱۳۹۴ آذر ۳, سهشنبهله مکدونيا سره د يونان په سرحد کي شپږو تنو مهاجرو له هغه وروسته خپلي شونډي وگنډلې چي دوی ته اروپا ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل سوه.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي يوه ايراني مهاجر ويلي دي چي له جمعې ورځي راهيسي دوی د يونان او مکدونيا تر منځ د اورگاډي پر پټلۍ ناست دي او د نه خوړلو اعتصاب ئې کړی دئ.
دغو کسانو چي خپلي شونډي ئې گنډلي دي درې تنه ئې ايرانيان دي چي پر تندي او ځيگر باندې د «آزادۍ له پاره» او «ايران» ليکل سوي دي.
په دغو سرحدونو کي هغو پناه غوښتونکو ته چي له افغانستان، عراق او سوريې څخه راغلي وي اروپا ته د ننوتلو اجازه ورکول کيږي، خو هغه مهاجر چي له نورو هيوادونو څخه راځي هغوی ته د اقتصادي مهاجر (هغه څوک چي د اقتصادي ستونزو له کبله له خپل هيواده وتلي وي او د کار له پاره اروپا ته ځي) په سترگه کتل کيږي.
ويل کيږي چي دغه شان ډېر مهاجر له ايران، پاکستان، او بنگله دېش هيوادونو څخه راځي او دوی ته اورپا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي.
د راپورونو له مخي تر زرو زيات دغه شان مهاجر (اقتصادي مهاجر) يوازي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۳مه) د يونان په سرحد کي په دې تمه ول چي دغه هيواد ته د ننوتلو اجازه ورکړل سي. خو يوازي ډېرو لږو ته اجازه ورکړل سوې ده.