1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان او ترکيې په سرحد کي د کډوالو خراب حالت

مسعود جهش/ ناديه فضل۱۳۹۳ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې پکښې د يونان او ترکیې پر پوله د کډوالو د خراب وضعیت په اړه اندیښنه څرگنده شوې ده او د یونان پر حکومت باندې نیوکه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1Bquo
انځور: MSF

د بخښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي: «یونان ته تر رسیدو وروسته، کډوال د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو له خوا دې ته اړ ايستل کيږي چې ځانونه لوڅ کړي. پر دې سربیره کله چې کډوال بیرته ترکیې ته استول کیږي، سرحدي ځواکونه له هغوی څخه هرڅه اخلي او په وسلو یې گواښي.» د بخښنې نړیوال سازمان رپوټ د «ویري او امید پولو» تر عنوان لاندي خپور شوی دی چې پکښې له ۱۴۸ کډوالو سره مرکې شوې دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په آلمانۍ څانگه کې د کډوالو چارو کارپوهه فرانسیسکا ویلمار، وایي چې پر امنیتي ځواکونو سربیره یو شمیر نور کسان چې تور نقابونه هم لري، له کډوالو څخه پاسپورتونه او پیسې اخلي، او بیا یې بیرته ترکیې ته استوي.

آغلې ویلمار په دې اړه خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل: «اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې اروپايي ټولنه، له تړونونو څخه د سرغړوني له کبله، په دې برخه کې په عملي توگه کار پیل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ ډیر شمیر افغانان له ډیرو خطرناکو لارو، ځانونه یونان ته رسوي. په دې اړه په یونان کې د افغان کډوالو د همغږۍ ټولني مرستیال محمد میرزایي، وایي: «هغه کسان چې له ۲۰۰۲ کال وروسته یونان ته راغلي دي، هغوی هم ښه وضعیت نه لري. له همدې کبله په یونان کې تر یو څه وخت تیرولو وروسته دغه کډوال یا خو یو دریم هیواد ته تللي او یا خو بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.»

په وروستیو کلونو کې هغه افغاني کورنۍ چې له یونان څخه نورو اروپايي هیوادونو ته د رسیدو هڅې کوي هم په دې هیواد کې له ډیر بد وضعیت سره مخامخیږيږي. په ډیرو مواردو کې د هغوی د کورنۍ نارینه تر ۱۸ میاشتو پوري په زندان کې وي او دوی بیا په یونان کې له ډیرو زیاتو ستونزو سره لاس او گریوان وي.

هغه افغانان چې په یونان کې په زندانونو کې وخت تیروي، له دې کبله چې نه شي کولای په یوناني ژبه خبري وکړي، او خپلې ستونزې مطر کړي، ډیر وخت په بند کې پاتيږي. میزایي هم په یونان کې د افغان کډوالو پر وړاندي د پولیسو له بد چلند څخه سر وټکاوه او ویې ویل: «د ښی اړخو افکارو له کبله، په خاصه توگه پولیس له کډوالو سره ډیر سخت چلند کوي.»

په داسې حال کې چې د میرزایي په خبره هغوی ته په یونان کې میشتو افغان کډوالو دقیقه شمیره روښانه نه ده، خو هغه روښانه کړه چې ډیر شمیر افغانان پر شته ستونزو سربیره هم اروپا ته د رسیدو له پاره د یونان لاره انتخابوي.

علي شریفي هم یو له هغو افغانانو څخه دی چې په یونان کې اوسیږي. هغه د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو تر منځ څو واري د ترکیې له لاري یونان ته د رسیدو هڅه وکړه. دغه افغان کډوال په ۲۰۰۹ کال کې وتوانید چې یونان ته ورسیږي. له دې ویرې چې بیرته ترکیې ته وا نه ستول شي، دغه افغان کډوال خپله کښتۍ سورۍ کړه. دی وایي چې یوناني پولیسو په همدې جرم هغه ونیوه او ادعا کوي چې شل ورځې یې لاسونو ته ولچکونه اچولي ول.

محکمې په همدې جرم شریفي ته د لسو کلونو زندان حکم واوراوه. که څه هم هغه اوس تر درې نیم کاله زندان تیرولو وروسته آزاد شوی دی خو بیا هم د درو نیمو نورو کلونو له پاره له ترکیې څخه د وتلو اجازه نه لري.