1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو پر ژغورني باندي بحث دوام لري

۱۳۹۰ آبان ۱, یکشنبه

په بروکسل کي د اروپايي ټولنې په روانه سرمشريزه کي پر يو شمېر ناندريزو موضوعگانو بحث دوام لري. پدې ترځ کي يو شمېر ډيري پېچلي اقتصادي تگلاري مطرح دي.

https://p.dw.com/p/12xKU
په بروکسل کي د يورو د ژغورني له پاره سرمشريزه
په بروکسل کي د يورو د ژغورني له پاره سرمشريزهانځور: dapd

پدغو کي يوه موضوع هم د بانکونو لخوا د يونان سره په اقتصادي مرسته کي ونډه اخيستل ده.

د روانې سرمشريزي يوه بله ننگونه دا ده چي، د المان لومړۍ وزيره انگېلا ميرکل غواړي چي د حتمي او وروستيو پريکړو تر مخه د آلمان له پارلمان څخه د بحث وروسته اعتماد تر لاسه کړي.

که پدا کار کي هر څومره چټکي هم وسي خو د دوشنبې د ماخستن تر مخه به پدې هکله پايلي ممکني نه وي. له همدې کبله مېرکل د سرمشريزي تر څنگ وويل:

« موږ نن د چهار شبنې له پاره د پريکړو په چمتو کولو بوخت يو. دا ډېره مهمه خبره ده ولي چي دلته تر ډېري کچي زياتي مغلقي پروسې مطرح دي. د مثال په توگه دا پوښتنه چي د يورو د ژغور د صندوق وظيفه څه شی ده. له همدې کبله نن بايد خلک دې ته سترگي په لار نه سي چي نن به پريکړي تر سره سي. اصلي پريکړي به د چهار شنبې په ورځ کيږي.»

په سرمشريزه کي څو ټکي دي چي بايد ورته د حل لاره ولټول سي. پدغو ټکو کي يو ټکی دا دی چي که يونان ته ژمني سوي او پلان سوي اقتصادي مرستي هم ورکول سي، د يونان اړتيا به پوره نه کړي.

یونان د اټکل سوؤ 109 ملياردو يورو څخه زياتو پيسو ته اړتيا لري. ددې تر څنگ يوه بله معادله د يونان د اقتصادي مرستو په ترځ کي د بانکونه د ونډې ټاکنه هم ده.

يوه بله ستونزه د يورو پولي واحد د ژغور د صندوق د حجم ده. که يونان ته د اټکل سوي مقدار څخه زياتي مرستي ورکول سي نو به د يورو پولي واحد په صندوق کي د پيسو مقدار راټيټ او پدې توگه اغېزه به يې کمه سي. د دې تر څنگ د بانکونو د سرمايو د جگونې موضوع ده.

دا چي د چهار شنبې په ورځ به دغو ستونزو ته د هوارۍ کومي لاري وټاکل سي لا تر اوسه نده څرگنده.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل