د يورو د گروپ مشر وټاکل سو
۱۳۹۱ بهمن ۳, سهشنبهاعلان
د هالنډ د مالېي وزير یرون دایسل بلوم د یورو زون د هيوادو د مالېي د وزيرانو له خوا د یورو د ګروپ د مشر په حیث انتخاب سوی دی. په دې وسیله نو ده د لوکسمبورګ د صدراعظم جان کلوده یونکر ځای ونیوی، چي اته کاله یې د یورو د ګروپ مشرتابه پرغاړه وه. رویترس خبري آژانس د دایسل بلوم دیوه خط پر اساس رپوټ ورکوي چي دی غواړي د بېکارۍ سره د مبارزې موضوع د خپل کار د مهمو موضوع ګانو په کتار کښي راولي. د ایسل بلوم ویلي دي چي د یورو زون هيوادونه باید خپله ډیره توجه دوامداري اقتصادي ودي ته راوړوي. د جرمني د مالېي وزير شویبله ویلي دي چي د دغه لیک د محتوی پراساس به د یورو د ګروپ د کار په باب یو جروبث رامنځته کړي.