1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يمن ولسمشراستعفاء ته چمتو شوی دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبه

په يمن کي وروسته له څو مياشتو احتجاجونو د دغه هيواد ولسمشرعلي عبدالله صالح د خليج دولتونودهمکاري د شورا د مينځګړيتوب له يو پلان سره موافقه وکړه چي د يوي مياشتي په موده کي له قدرت څخه لاس واخلي

https://p.dw.com/p/1139X
علی عبدالله صالح له خه د پاسه دری لسیزو په یمن کی حکومت کوی
علی عبدالله صالح له خه د پاسه دری لسیزو په یمن کی حکومت کویانځور: AP

د دغه پلان په مطابق چي د خليج د دولتونو د همکاري د شورا له خوا طرحه شوي دی، صالح به د يوي مياشتي په موده کي خپل ټول واک خپل مرستيال ته وسپاري. په بدل کي به يي د حکومت مخالف لوري د هغه له قانوني تعقيب څخه لاس اخلي او د هغه د مصوونيت ضمانت به کوي.

د عبدالله صالح د ګوند وياند، طارق شامي د رويترز خبري آژانس ته وويل: « واکمن ګوند د خليج د همکاري د شورا د بهرنيو چارو وزيرانو ته خبر ورکړ چي ولسمشر د هغي شورا له خوا د وړاندي شوی پلان په بشپړه توګه منلي دی.»

د بی ثباتی ویره

له دي مخکي صالح تل دا ويل چي دي به تر هغه وخت په قدرت پاتي شي چي د ولسمشري دوره يي په 2013 کال پوره شي او دی چمتو نه دي چي ګواکي د يوي «کودتا» له لاري قدرت پريږدي. هغه ویل د هغه استعفاء د یمن د بی ثباتولو په معنی ده. هغه له 32 کلونو را په دی خوا په یمن باندی حکومت کوی.

خو د يمن د ديموکراسی پلوي غورځنګ د صالح دا ادعاوي چي ګواکي د ده له استعفاء سره به په يمن کي ګډودي رامنح ته شي، نه مني. هغوي د جمعي په ورځ هم سړکونو ته ووتل او د هغه استعفاء لپاره غوښتنه وکړه:

مظاهره کونکو د رژيم مشر، صالح ته 30 ورځي وخت ورکړ چي له قدرت څخه لاس واخلي او له خپلي کورني سره دي له يمن څخه ووځي او په کوم بل هيواد کي دي د پناه غوښتنه وکړي. هغوي وويل

نړیوال غبرګون

لويديځو دولتونو، په خاصه توګه امريکا متحده ايالاتو تر اوسه پوری له دي څخه ډه ډه کوله چي صالح ته ووايي چي له قدرت څخه لاس واخلي.

صالح له واشنګتن څخه ډيري زياتي پيسي اخيستي دي تر څو په يمن کي د القاعدي پر ضد مبارزه کي مرسته وکړي. ويل کيږي چي القاعده په يمن کي اډه لري او له دغه هیواد څخه بهرني نړي کي په عملياتو لاس پوري کوي.

خو وروسته له هغي چي د صالح امنيتی ځواکونو د حکومت ضد مظاهره کونکو په وړاندی له په زور زياتيو کار واخیست او تر اوسه پوری لږ تر لږه سل تنه وژلي دي، واشنګتن له عبدالله صالح څخه واټن ونيو.

د اوباما اداري په دي وروستيو وختو کي په يمن کي د يو بيړني سياسي انتقال لپاره د خپل ملاتړ اعلان وکړ.

د سپيني ماڼي وياند، Jay Carney په يو وينا کي وويل: « مونږ د يمن د حکومت او د مخالف اړخ چي د خليج د دولتونو د همکاري شورا په منځګړيتوب يي يو پلان منلي دي هرکلي کوو. هيله من يو چي په دي ډول په يمن کي په سوليزه توګه روان سياسي کړکيچ حل شي.»

په وينا پاڼه کي زياته شوي ده: «امريکا متحده ايالات په يمن کي د قدرت له سوليز انتقال چي د يمن د خلکو له ارمانونو سره سمون ولري، ملاتړ کوي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: زيارمل