1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يمن جمهور رئيس رياض ته تښتېدلی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

په یمن کې د کړکیچ له پراخېدو او په دغه هیواد کې د سعودي عربستان د هوایي بریدونو له پیلیدو سره، د يمن ولسمشر له خپل هیواده وتلی او عربستان ته تللی دی.

https://p.dw.com/p/1EyN7
انځور: picture-alliance/dpa

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، په خپل هیواد کې د شیعه مسلمانانو تر بریدونو وروسته بندري ښار عدن ته تللی وو. هغه په یمن کې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په دویمه ورځ ریاض ته ولاړ او هلته يې عربي چارواکو تود هرکلی وکړ.

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان او متحدانو الوتکو يې د یمن په بېلابېلو برخو کې د حوثي یاغیانو پر اډو يرغلونه وکړل.

حوثي شیعه یاغیان اوس د پلازمېني په ګډون د یمن ډیري برخي تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي. هغوی غواړي چې ولسمشر عبد ربه منصور هادي، استعفا ورکړي. خو د سعودي عربستان له مداخلې سره ښايي اوس دغه کار و نه شي. پلان شوي ده چې هادي به دې شنبې په ورځ د عربي ټولني د مشرانو په غونډه کي چې په شرم الشېخ جوړیږي ګډون وکړي.

د سعودي عربستان الوتکو د چهاشنبې په شپه د «کوټونکي توپان» په نوم عملیات پيل کړل چې په ترڅ کې یې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اډو باندي هوایي بریدونه وشول. تر اوسه پوري په دغو عملیاتو کې څو تنه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

سعودي چارواکي وايي چې پر یمن باندي د هوايي برید په ایتلاف کې ورسره د ترکیې، کویت، اماراتو، قطر، بحرین، اردن، سودان او مراکش هیوادونه برخه لري. بریتانیا، امریکا او فرانسه هم په علني توګه د دغو بریدونو ملاتړ کړی دی.

د حوثي یاغیانو مشر عبدالمالک الحوثي، په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل: «د یمن خلک به د سعودي عربستان د غیر منصفانه، او مجرمانه برید پر وړاندي مبارزه وکړي.»

له بلې خوا بیا د سعودي عربستان چارواکي وایي چې اوس یمن ته د ځمکني ځواک د لېږلو اړتیا نه شته، خو روښانه کړې يې ده چې د اردن، مصر، سودان او پاکستان مشرانو یمن ته د ځمکني ځواک له استولو سره چمتوالی ښوولی دی.

امنیتي چاروکي وايي چې پر یمن باندي د بریدونو پر دوهمه شپه د دغه هیواد په بېلابېلو برخو کې د علي عبدالله صالح، وفادارو ځواکونو پر اډو باندي هم بریدونه شوي دي.

صالح، د یمن پخوانۍ ولسمشر وو. په یمن کې د سعودي عربستان او متحدانو مداخله د دې سبب شوې ده چې د دې هیواد کړکیچ لا پسې ژور شي. کارپوهان وايي چې په یمن کې د سعودې عربستان مداخله د تهران او ریاض د نیابتي جګړې یوه برخه ده.

ایران په دې مرحله کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، په یمن کې د سعودي عربستان مداخله د دغه هیواد پر ملی حاکمیت باندې تیری بللی دی. هغه روښانه کړې ده چې ایران به د یمن د کړکیچ د کنترولو له پاره هر دول لازم اقدام وکړي.

ایران د حوثي شیعه یاغیانو اصلي ملاتړی هیواد بلل کیږي. دغه ډله د سوریې د نفوس یو پر دریمه برخه جوړوي. هغوی ګواښ کړی دی چې د سوني مسلمانانو اقدام به په یمن کې قومي اختلافات لا ډیر کړي.

که څه هم اوس عبد ربه منصور هادي، په ریاض کې دی، خو بیا هم روښانه نه ده چې ایا هغه به بیرته عدن ته په تلو وتوانیږي که نه. له بلي خوا بیا سعودي چارواکي وایي چې د یمن د کړکیچ پای ته رسولو او یووار بیا د عابد قدرت ته د رسولو له پاره یو پلان لري.

رویترز ویلي دي چې په یمن کې د سعودي عربستان مداخله یو لوی قمار دی، څو په سیمه کې د ایران د نفوذ اندازه روښانه کړي. ویل کیږی چې سعودي عربستان د یمن عملیاتو له پاره سل الوتکې گومارلي دي. په دغو الوتکو کې ۸۵ د اماراتو، قطر، بحرین، کویت، اردن، مراکش او سودان دي.