د يمن تښتېدلی جمهور رئيس بيرته هيواد ته ستون سوئ
۱۳۹۴ مهر ۱, چهارشنبهمنصور هادي د سه شنبې په ورځ په يوه پوځي الوتکه کي د عدن ښار هوايي ډگر ته رسېدلی دئ. هغه شپږ مياشتي په سعودي عربستان کي وو.
په پلان کي ده چي منصور هادي به د لوی اختر ورځو د رخصتيو تر تيرولو وروسته د ملگرو ملتونو په اويايمه عمومي غونډه کي د گډون له پاره نيويارک ته سفر وکړي.
د روان کال په لومړيو مياشتو کي حوثي ياغيانو منصور هادي دې ته مجبور کړه چي له پلازمېنه صنعا څخه ووځي. هغه وروسته بندري ښار عدن ته ولاړ، خو په مارچ مياشت کي چي حوثي ياغيان عدن ښار ته نژدې سول منصور هادي سعودي عربستان ته وتښتېد.
که څه هم هغه له خپله هیواد وتښتېد او د يمن ډيري سيمي د حوثي ياغيانو په کنترول کي سوې، بيا هم نړیواله ټولنه منصور هادي د دغه هيواد د قانوني جمهور رئيس په توگه په رسميت پيژني.
سعودي ته د منصور تر تېښتي وروسته، سعودي عربستان د سیمي له نورو هيوادونو سره يو پوځي ائتلاف جوړ کړ او په يمن کي ئې پر حوثي ياغيانو بمبارۍ پيل کړې چي تر اوسه هم رواني دي.