د ویکي لیکس مخبر د خپل جرم د یوې برخې د منلو وړاندیز کړی دی
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهاعلان
برادلي مننگ، چې ویکي لیکس ته د خبر ورکولو په تور تورن دی، د هغه د مدافع وکیل د وینا له مخې د خپلې پوځي محکمې څخه درې میاشتې تر مخه د خپل جرم پر یوې برخې په قسمي توگه د منلو د اعتراف وړاندیز کړی دی. د هغه وکیل دیوید کومس، ویلي دي چې غواړي په دې شان سره د برادلي له لوري د خپل مسئولیتونو څخه د سرغړونې له امله، د هغه په جزا کې د کموالي غوښتنه وکړي.
په پام کې ده چې د فبروري د میاشتې پر څلورمه نیټه به د «فورټ میډ» په پوځي مقر کې یوه پوځي محکمه د هغې په اړه پریکړه وکړي. نوموړی کس د عمري بند د سزا له گواښ سره مخامخ دی. ۲۴ کلن براډلي د استخباراتي رازونو د بربنډولو سربیره د جاسوسې او کمپیوتر د قانون څخه د سرغړونې او له د«دښمن څخه د حمایت» په تور هم تورن دی.