د وینډوز۱۰ په هکله ۱۰ مهم معلومات
مایکرروسافټ کمپنۍ تر وینډوز اته وروسته اوس وینډوز لس وړاندی کوي. که تاسې هم غواړي دغه سیستم ډاون لوډ کړئ، په دې هکله پام وکړئ لسو مهم ټکو ته.
وړیا ډاون لوډ
د وینډوز۸ کارونکي کولې شي په وړیا توگه وینډوز لس آپ ډيټ یا نوی کړي. خو په پيل کې دغه آسانیا هغو خلکو ته ورکول شوې چې مخکې تر مخکې یې خپل نومونه ثبت یا راجستر کړي وي.
وینډوز ۹ چیرې ولاړه؟
د وینډوز ۸ کارونکو سره شاید دا پوښتنه مطرح شي چې وینډوز ۹ چیرې ولاړه؟ ځواب دا دی چې مایکروسافټ کمپنۍ د وینډوز ۹ پر ځای په مستقیم ډول د وینډوز۱۰ را ایستلو پریکړه کړی. د مایکروسافټ کمپنۍ وایې چې په دې کې د وینډوز۸ ټولې نیمگړتیاوي لیري کړای شوې دي.
د سټارټ(پيل) تڼۍ بیرته راتگ
د وینډوزد پخواني بڼې (ورژن) کارونکي د کمپیوټر په سکرین کې ښکته کیڼ خوا د سټارټ بټن یا پيل ټنۍ سره په ښه توگه آشناې لري. له دې تڼۍ څخه سړی ټولو امکاناتو ته لاسرسۍ پيدا کوي. په وینډوز اته کې دغه ټنۍ لیري کړای شوې وه، چې له امله یې کارونکي له ستونزو سره مخامخ ول.، خو اوس په وینډوز لس کې دغه ټنۍ بیرته راغلې ده.
وروستۍ بڼه یا ورژن
له گوگل او اېپل سره په سیالۍ کې مصروف مایکرو سافټ کمپنۍ ویلي دي چې وینډوز لس به د آپریټنگ سیټم یا کارونکي سیستم وروستې ورژن وي. وروسته تر دې به د وخت په تیریدو د اړتیا سره سم په دې برخه کې نوی والی رامنځ کیږي.
اکشن سنټر
انډروایډ او د آئې او اس آپریټنگ سیستم په څیر ونډوز۱۰ کې هم یو اکشن سیستم یا کارونکی سیستم موجود دی، له کوم سره چې سړی کولی شي خپل کمپیوټر یا موبایل لومړیتونه او ترتیب په آسانۍ سره بدلولې شي، د بیلگۍ په توگه له دې ځای څخه تاسې WI-FI او یا د خپل سکرین روښنایې کم یا زیاتولې شئ.
په هر یوه سیستم یا دستگاه کې کاریدونکې
که زیرکه تلیفون وي، ټیبلیټ کمپیوټر، لیپ ټاپ او که ډیسک ټاپ وي، وینډوز۱۰ آپریټنگ سیستم په هره دستگاه کې کار کوي او تاسې کولې شي مختلفو دستگاو ته یو له بل سره ارتباط ورکړي.
مایکرو سافټ یو درایف «Drive»
د ایپل د آیې کلاؤډ، د گوگل «Drive» یا ډراپ باکس په څیر وینډوز هم ستاسې د فایلونو او معلوماتو د آن لاین محفوظ ساتلو امکانات درکوي. که تاسې د آف لاین په وخت کې په خپل فایل کې کوم بدلون راولۍ کله چې تاسې بیرته آن لاین شۍ هغه ستاسې په فایل کې محفوظ کیږي.
په مخه دې ښه انټرنټ ایکسپلورر
که تاسې د کلونو راهیسې د انټرنټ ایکسپلورر له کارونې سره عادت شوې یاست، له وینډوز لس سره باید تاسې دغه عادت بدل کړئ، ځکه چې د ایکسپلورر ځای اوس «ایج» نیولې دی.
له وینډوز لس سره خبرې وکړئ
د ایپل سری او گوگل ناو په وسیله خلک په خپلو زیرکو تلیفونونو کې د وایس کمانډ کنټرول په وسیله خبرو کولو او له هغه څخه د معلوماتوت ترلاسه کولو سره عادت شوې دي. د ونیډوز ۱۰ په وسیله اوس تاسې له خپل کمپیوټر سره خبرې کولې شئ. د وینډوز لس دغه اسانتیا ته د «گورټانا» نوم ورکړل شوې دی.
په نوو لپ ټاپونو کې وینډوز لس موجود دی
که تاسې پخوا نه ځان نه وي راجستر کړی او غواړئ سمدلاسه وینډوز ۱۰ استعمال کړئ بیا نو باید یو نوې لپ ټاپ واخلۍ .د جولای له ۲۹ نیټۍ څخه به په ونډوز لرونکو لپ ټاپونو کې وینډوز لس موجود وي.