د «وینس په فلمي میله» کې چا جایزه ترلاسه کړه او څوک تش لاس ولاړل؟
و وينس فلمي فیستیوال ځانګړی ارزښت لري. له همدې امله د نړۍ مشهور فلم جوړونکي او هنرمندان په دغه فیستيوال کې ګډون کوي. په دغه انځوریز رپوټ کې تاسې د دغه فیستیوال څو انځورونه لیدلی شۍ.
ایما سټون بهترینه ممثله
د «لالالینډ» په نوم فلم کې ایما سټون، د ښې ممثلې جایزه ترلاسه کړه. دا د موسیقي اړوند فلم دی چې د امریکا د موسیقۍ رنګینو دورو یادونه په کښې شوې.
آسکر مارتینیز، ښه ممثل
د ارجنټاین هیواد «ایل سوئیدادانو ایلستري» په نوم کومیډي فلم د جوري هئیت له خوا ډیر وستایل شو. د دې فلم مرکزي رول آسکر مارتینیز، لوبولی وو چې د ښه تمثیل له امله یې دغه جایزه ترلاسه کړه.
ییسټ سکرین پلی
ناتالي پوتمین په «جیکي» فلم کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جان ایف کېنیډي د میرمنې رول لوبولی دی. په دې فلم کې د ۱۹۶۳ کال د کېنیډي تر وژل کیدو وروسته څو اونیو وضعیت ښودل شوی دی.
یوه ډیزاینر د سلور جایزه ترلاسه کړه
ټوم فورډ یو امریکایې فیشن ډیزاینر دی، خو اوس یو فلم جوړونکی هم دی. د دغه فلم یوه بله مهمه جایزه یعني د سپینو زرو زمري جایزه د «ناکټرنل انیملز» فلم ته ورکړل شوه. دا یوه رومانوي کیسه ده چې پر محبت، فریب او انتقام اخیستنې څرخي.
ځانګړی جایزه
د «هیډ بچ» په نوم ویرونکي فلم کې، آدم خور یا سړی خوړونکی ښودل کیږي. په دې انځور کې د دغه فلم ډایریکټره اناللي امیرپور، د ځانګړي جایزې سره لیدل کیږي.
د طلائې زمري جایزه یوه فلیپيني ډایرکټر ترلاسه کړ
دا وار د ګولډ لائن د وېنس فلمي فيستيوال تر ټولو لویه جایزه یوه فليپينې فلم جوړونکي لاو دیاز، ترلاسه کړه. ده ته دغه جایزه د ده د «دي وومن هو لیفټ» فلم له کبله ورکړل شوې. په دغو سیالیو کې دا وار ۲۰ فلمنونه کاندید شوي ول.
له فلمي نړۍ سره مخه ښه
سربیایې فلم جوړونکي امیر کشتوریکار، وویل چې د وينس په فیستیوال کې د «آن دا ملکي روډ» په نوم فلم د هغه وروستې هنري فلم دی. نوموړي په ۱۹۸۱ کال کې د طلائې زمري جایزه ترلاسه کړی وه، خو سږ کال یې فلم په هیڅ یوه برخه کې بریالیتوب ترلاسه کړای شو.
وینډرز هم تش لاس
د آلمان مشهور دایرکټر وم وینډرز، هم د «دی بيوټيفول ډيز آف آرانخوئ» فلم سره په دغه فیستیوال کې برخه اخیستې وه، خو د هغه فلم جوري هئیت په هیڅ برخه کې متاثره نه کړای شو.
تر ټولو ممثله
د فرانسوي فلم جوړونکي فرانسوا اوزون په «فرانټر» فلم کې آلمانۍ ممثلي پاولا بېئر مرکزي رول لوبولی دی. په دې فلم کې یو فرانسوی عسکر له داسي یوې نجلۍ سره مخامخ کیږي چې د جګړو پر مهال یې خپل نامزاد له لاسه ورکړی دی. جوري هئیت پاولا پېر تر ټولو ښه ممثله وبلله.