1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژل شویو آلماني سرتیرو له پاره یادگار

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۲۴, شنبه

«د یادون ځنگل» تر نامه لاندې د آلمان د هغو سرتیرو له پاره چې په بهرنیو ماموریتونو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی د پوتسدم ښار ته نژدې یو څلی جوړ شوی. تر ۵۰ څخه ډیرو آلماني سرتیرو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1Do0B
Militär/Bundeswehr/Gedenkort "Wald der Erinnerung"
انځور: DW/M. Fürstenau

پر یوه غونډۍ باندې د یو گڼ شمیر ونو په مینځ کې پنځه لوی صلیونه درول شو دي. هر صلیب د یو وژل شوي آلماني سرتیري یادون کوي. په یوې ۱۵۰ متره اوږده لاره کې له خړو خښتو څخه اووه جوړې شوې څلې درول شوی دي چې ورباندې د ۱۰۳ نارینه او ښځینه سرتیرو نومونه کیندل شوي.

پر یوې څلۍ باندې د «الکزاندر ارنت» نوم د لومړي سرتیري په توگه لیکل شوی دی. هغه لومړنې آلمانی وو چې په یو بهرني ماموریت کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پوځي روغتیاپال د ۱۹۹۳ کال د اکتوبر په ۱۴مه نیټه په کمبودیا کې ووژل شو. له هغه وخت څخه را په دې خوا د آلمان بهرني پوځي ماموریتونو ژور بدلون پیدا کړی دی. ډير نور سرتیري په نورو ماموریتونو کې هم وژل شوي دي.

د «یادون ځنگل» په نامه یو یادگار د هغو ټولو آلماني سرتیرو چې له دویمې نړیوالې جگړې څخه وروسته یې په بهرنيو ماموریتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی خاطره تازه ساتي. دغه یادگار د شنبې په ورځ ( د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۱۵مه نیټه) د آلمان د ولسمشر یوهاخیم گاوک، او د دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین، په حضور کې د خاصو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.

پوتسدم ته نژدې «افغانستان»

«یوه ټوټه افغانستان دلته راوړل شوی دی. دا هغه ځای دی چی زموږ زوی هلته خپل ژوند له لاسه ورکړ.» دغه خبره د یو آلماني وژل شوي سرتیری مور کوي. تانیا مینڅ هغه یوه مور ده چې خپل مشر زوی «کونستانتین» یې د افغانستان په جگړه له لاسه ورکړی دی. هغې د جمعی په ورځ وویل: «زما زوی له خپلو دوو ملگرو سره د ۲۰۱۱ کال د فبروري په ۱۸ په یوې حملې کې وژل شو.» میرمن مینڅ وايي: «زه پوهیدم چې زما زوی ته څه پیښیږي.»

د هغې له نظره دغه نوی یادگار د وژل شویو سرتیرو د خپلو خپلوانو او دوستانو له پاره خورا اهمیت لري. میرمن مینڅ یادونه کوي: «زه د ویاړ دغه یادگار د هغه ځای څخه پیژنم چیرې چې سرتیرو خپل ماموریت تر سره کړی دی. اوس خوښه یم چې دغه شان یو یادگار دلته جوړ شو او زه کولای شم چې له خپلې کورنې سره له هغه څخه لیدنه کتنه وکړم.»

د «یادون ځنگل» د ټولو له پاره

له پنځو ټاټوبو څخه د ویاړ دغه جوړ شوی یادگار د ټولو هغو سیمو او هیوادونو یادون کوي چې آلمان هلته خپل ماموریتونه بشپړ کړي دي او یا د بشپړیدو په حال کی دي. آلماني سرتیرو دغه ټاټوبي په افغانستان، بوزنیا، هرڅیگونیا او سارایوو کې د خپلو وژل شویو ملگرو له پاره جوړ کړي وو. اوس دغه ټاټوبي د «يادون ځنگل» د یادگار لپاره ځانگړې شوې سیمې ته لیږدول شوي دي چې د آلمان د پوتسدم ښار ته نژدی پرته ده. په پوتسدم کې د آلمان د بهرنیو ماموریتونو د عمومی قوماندانۍ مرکز دی.

خو دغه نوی جوړ شوی یادگار یوازې د افغانستان او بوزنیا په ماموریتونو کې د وژل شویو پوځيانو لپاره نه، بلکې د ټولو هغو ۳۰۰۰ پوځي او ملکي منسوبینو له پاره وقف شوی چې په ۱۹۵۵ کال کې یې د آلمان د فیدارل پوځ د جوړیدو څخه را په دې خوا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر دغه یادگار باندې نیوکې

د «یادون ځنگل» د ۲۰۱۳ کال د مني څخه را په دې خوا په یوه ۴۵۰۰ مترمربع لویه ساحه کې د کابو دوه ملیونو یورو په لگښت سره جوړ شو. د آلمان د پوځ د وینا له مخې دغه یادگار په هیڅ صورت سره د هغه یو یادگار سره سیالي نه کوی چی په برلین کې د آلمان د پوځ د خدمتونو په ویاړ جوړ شوی دی.

سره له دې هغه د «یادون ځنگل» تر نیوکو لاندې راغلی دی. انتقاد کونکي وايي چی دغه یادگار ډير لیری جوړ شوی دی. د آلمان د پارلمان له خوا د پوځ د چارو پخوانی مسوول، «راینهولد روبې» په «بیلد» ورځپاڼه کې دغه یادگار «شرمونکی» وگاڼه. هغه وویل: « د دی پر ځای چی د پلازمینی برلین په یو مشهور ځای کې داسی یو یادگار جوړ شي، د جگړی قربانیان په یو پټ ځای کی ساتل شوی دي.» خو د آلمان د دفاع وزیرې، فون در لاین له دغه نوی ټاټوبی څخه دفاع وکړه. هغې «بیلد» ورحپانې ننې گنې ته وویل: «د وژل شوو سرتیرو د خپلوانو لپاره وير یو شخصي اړخ لري چې هر مرو نه ده چې ټول خلک پرې خبر شي.

د «یادون ځنگل» په نامه یو یادگار د هغو ټولو آلماني سرتیرو چې له دویمې نړیوالې جگړې څخه وروسته یې په بهرنيو ماموریتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی خاطره تازه ساتي.
د «یادون ځنگل» په نامه یو یادگار د هغو ټولو آلماني سرتیرو چې له دویمې نړیوالې جگړې څخه وروسته یې په بهرنيو ماموریتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی خاطره تازه ساتي.انځور: DW/M. Fürstenau

له جگړې څخه د بیرته ستنو شویو سرتیرو د صنفې اتحادې له پاره دغه نوی یادگار د هغه یو روغونکي بحث له پاره «یو مهم گام دی چی په ټولنه کې د آلمان د پوځ د بهرنیو ماموریتونو او د هغه د عواقبو په هکله باید تر سره شي». د نوموړي صنفی اتحادې مشر«مارکوس بیکمن» وویل: «دا د سرتیرو له پاره خورا اهمیت لري. زموږ د معلوماتو له مخې د اروپا په سطح داسې یو یادگار تر اوسه پورې جوړ شوی نه دی.»

په پوتسدام کې د آلمان د بهرنیو ماموریتونو عمومي قوماندان جنرال هانز ورنر فریتڅ، چې په ۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د ایساف د آلماني سرتیرو قوماندان وو وویل: «هر وگړی کولای شي دلته راشي. موږ به ډير خوشحاله شو.» هغه دغه نوی یادگار ته د هر بهرني ماموریت د سمبول په توگه اشاره وکړه او ویې ویل:«موږ د خپلو ماموریتونو مسوولیت پر غاړه لرو. موږ د مسوولیت احساس کوو. له دغه یادگار سره دغه ډول ماموریتونه نور هم په ښه توگه احساسیږي.»

له ۱۹۹۲ کال څخه را په دی خوا په بهرنیو ماموریتونو کې په ټولیزه توگه ۱۰۴ آلماني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغو په ډله کې ۵۵ یی په افغانستان کې وژل شوی دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب