1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژل شويو آلماني عسکرو فاتحه په کولن کې اخېستل کېږي

۱۳۸۶ خرداد ۱, سه‌شنبه

د وژل شويو آلماني سرتېرو خپلوان د آلمان له حکومت او پوځ سره يو ځای د چارشنبې په ماښام فاتحه نيسي. دغه درې تنه عسکر په افغانستان کې په يو ځانمرگي بريد کې مړه شوي وو.

https://p.dw.com/p/DKIn
د کولن او بن هوايي ډگر
د کولن او بن هوايي ډگرانځور: dpa - Fotoreport
د وژل شويو عسکرو مړي د کولن او بن د هوايي ډگر نظامي برخې ته انتقاليږي چې ځانگړي مراسم او ترتيبات ورته په نظر کې نيول شوي دي. دغه څرگندونې د آلمان هوايي ځواک د سه شنبې په ورځ وکړې. د درې وژل شويو آلماني عسکرو په جنازه کې د آلمان د دفاعي چارو وزير فرانڅ يوزف يونک او د آلمان تر ټولو لوړپوړی عسکر، جنرال ولفگانگ شنايدرهان ونډه اخلي.