د وژل شوو آلماني سرتیرو په ویاړ د یوه سمبول د جوړولو غوښتنه وشوه
۱۳۹۱ دی ۹, شنبهاعلان
د آلمان د حکومت او اپوزیسون سیاستمدارانو د دغه هيواد مرکزي پارلمان [بوندستګ] ته نژدې په جګړه کې د وژل سوو آلماني سرتیرو په ویاړ د یوه یادګاري سمبول د جوړولو غوښتنه وکړه. په دې اړوند د آلمان پارلمان یوه کاري کمیټه په کار وګومارله چې تر دوبي پورې به د وژل سوو آلماني سرتیرو له پاره د یوه یادګار سمبول د جوړولو په اړه وړاندیزونه وکړي.