د وژل سوي آلمانۍ له کورنۍ سره د افغان مهاجرو غمشريکي
د جرمني په فرايبورگ ښار کي د يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره افغان مهاجرو خپله خواخوږي څرگنده کړه. د دغي آلمانۍ د وژلو په تور يو ۱۷ کلن افغان مهاجر نيول سوی دئ.
د جرمني په فرايبورگ ښار کي په لسونو افغانان د هغي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ په موخه راټول سوي ول، چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي وژل سوې ده. د دغي نجلۍ د قتل په تور يو افغان مهاجر نيول سوی دئ.
د دغي آلمانۍ نجلۍ مړی تر ورکېدو درې ورځي وروسته په يوه ځنگل کي موندل سوی وو. د پنجشنبې په ورځ د فرايبورگ ښار په مرکز کي افغانانو د ماريا له کورنۍ سره د غمشريکۍ او خواخوږۍ په ښوولو سره شمعې بلې کړې.
د افغانانو له خوا جوړو سوو دغو مراسمو کي کډون کوونکي د ماريا په مرگ سخت خوابدي ول.
پر افغانانو سربيره آلمانان هم د غمشريکۍ دغو مراسمو ته راغلي ول.
په فرايبورگ کي د ماريا له کورنۍ سره غمشريکي.
ځينو افغانانو د ماريا په ياد د گلانو گېډۍ له ځان سره راوړي وې. په انځور کي د گلانو په پلرونځی کي يو افغان مهاجر.
د يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ مراسم.
دوی د ماريا نوم له بلو شمعو جوړ کړی وو او گلان ئې ورته ايښوول.
دغه مراسم د پنجشنبې په ورځ د افغانانو له خوا د جرمني په فرایبورگ ښار کي جوړ سوي ول.