د وژل سوو امريکايي سرتيرو د وير مراسم
۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبهد ديرش تنو وژل شوو سرتيرو جسدونه پرون متحده ايالاتو ته ورسيدل او د متحده ایالاتو په یوی پوځي هډی کی ورته د وير مراسم نیول شوی ؤ. ډله ايزو رسنيو ته اجازه نه ده ورکړ شوي چي د هغو مراسمو په هکله رپوټ ورکړي.
څلور ورځي وروسته له هغي هم چي د چينوک ډوله ترانسپورتي الوتکه د ميدان وردک په ولايت کي د طالب ياغيانو له خوا وويشل شوه، د پيښي په هکله لا ډيري پوښتني بي ځوابه پاتي دي. د هغو په جمله کي يوه پوښتنه دا ده : آيا وروسته له چي هغي د امريکايي خاصو ځواکونو څخه د مرستي لپاره غوښتنه وشوه ترڅو له خپلو همکتارانو سره کوم چي له طالب ياغيانو سره په نښتو کي بند پاتي ؤ مرسته وکړي، د پرتوکول په مطابق عمل شوي دي که نه.
د دغو سرتيرو د وژلو پيښي په امريکا متحده ايالاتو کي ډير شور ماشور پيدا کړي او وجه يي دا ده چي په يوه پيښه کي دومره زيات شمير سرتيري هيڅکله نه ؤ وژل شوي، د دي شور ماشور بل دليل دا دي چي ډيري هغه سرتيري چي وژل شوي د متحده ايالاتو د پوځ د هغه سمندري ځواک غړي دي چي د القاعدي د مشر اسامه بن لادن په وژلو کي برخه درلوده. خو د وژل شوو کسانو هيڅ يو يي هم د بن لادن ضد عملياتو کي ونډه نه ده اخيستي.
دا چي الوتکه له نسکوريدو وروسته ډيره سخته تاواني شوي او اور اخيستي دي، پوځ ونه توانيد چي د هر وژل شوي سرتيري د جسد هويت معلوم کړي. په وژل شوو کسانو کي 7 تنه افغانان هم شامل ؤ. د متحده ايالاتو د دفاع وزارت چارواکو وويل چي له دي امله د وژل شوو سرتيرو د کورني غړو اجازه ور نه کړه چي خبريالان د هغوي د وير په مراسمو کي ګډون وکړي. د متحده ايالاتو د حکومت د پاليسي له مخي داسي يو موافقه بايد يواځي له کورنيو څخه واخيستل شي.
دغه پاليسي د پخواني ولسمشر جارج دبيلو بوش په وخت کي جوړه شوي او د دي پاليسي له مخي ډله ايزو رسنيو ته اجازه نه شته چي د عراق او افغانستان د جګړي د وژل شوو کسانو په هکله په چاپي او انځوريزو رسنيو کي رپوټ ورکړ شی. د بوش د دغي پاليسي په ضد نيوکي شوي وی چي هڅه يي کړي ده په دي ډول د دغو دواړو جګړو پر بشري تاوانانو باندي پرده واچوي. خو د اوباما حکومت په 2009 کال کي په دي پاليسي کي لږ څه آسانتيا رامنځ ته کړه او هغه يي د وژل شوو سرتيرو د کورنيو خوښي ته پريښودله چي ايا ژورنالستانو ته اجازه ورکوي که نه چي د هغوي د رسمي وير له مراسمو څخه رپوټونه ورکړي.
ولسمشر اوباما او د هغه د اداري لوړ پوړو چارواکو د وژل شوو سرتيرو د کورنيو د وير په مراسمو کي ګډون وکړ. اوباما کابو يو ساعت او لس دقيقي د وژل شوو سرتيرو د کورنيو له 250 غړو سره يو ځاي تير کړل او هغوي سره خواخوږي ښکاره کړه. له هغه سره د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز مايک مولن او او دفاع وزير ليون پانيتا ملګري ؤ.
د ناتو تر مشري لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک ايساف د دوشنبه په ورځ وويل چي د CH-47 ډوله چينوک الوتکه په داسي وخت کي د يو راکت لانچر په واسطه وويشتل شوه چي د جګړي ډګر ته يي سرتيري او کوماندويي خاص ځواکونه ليږدول.
يو غټه پوښتنه چي اوس عنوان کيږي دا ده چي ولي دغه خاصه کوماندو د پوځ په يوي عادي ترانسپورتي الوتکي کي ليږدول کيدل، هغوي معمولا د MH-47 ډوله ترانسپورتي الوتکي په واسطه ليږدول کيږي. په افغانستان کي د امريکايي خاصي کوماندو په زر ګونو سرتيري خوندي دي او هغوي يواځي هغه وخت عملياتو ته استول کيږي چي د ياغيانو او يا ترهګرو د کوم خاص قوماندان د نيولو يا وژلو مسأله مطرح شي
خو دغه راکت لانچر چي ويل کيږي چييونک ډوله الوتکه يي نسکوره کړي، د کارپوهانو په نظر ډير لږ امکان لري چي يوه الوتکه رانسکوره کړي.
ريترز/ عبدالباري حکيم
کتونکي: زيارمل