1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وچې او تازه ميوې په صادراتو كې زياتوالى

۱۳۸۸ فروردین ۲۶, چهارشنبه

د 1387 كال په لمړيو نهو مياشتو كې د وچې او تازه ميوې د صادراتو كچه په سلو كې 29 لوړه شويده چې دا د تير كال په پرتله سل ميليونه ډالره زياتوالى ښيي.

https://p.dw.com/p/HX9O
انځور: AP

همدارنګه د صادراتو دپراختيا د ادارې لخوا صادرونكو سوداګرو لپاره آسانتياوې هم برابرې شوي دي .بشپړ مالومات له كابل څخه د انور برى پال په رپوټ كې :

له افغانستان څخه بهرنيو هيوادونو ته د صادراتو كچه لوړه شويده . يوازې د 1387 كال په لمړيو نهو مياشتو كې د وچې او تازه ميوې په صادراتو كې په سلوكې 20 زياتوالى راغلى . سره لدې چې تر اوسه د 1387 كال د صادراتو ټوليزه احصائيه او شميره د صادراتو د پراختيا ادارې ته نده رسيدلې خو يوازې د دغه كال په لمړيو نهو مياشتو كې د صادراتو كچه 426 ميليونو ډالرو ته رسيږي چې تير كال دغه شميره 326 ميليونو ډالروته رسيده . د افغانستان د صادراتو د پراختيا د ادارې وياند روح له احمدزى وايي چې له افغانستان څخه د وچې ميوې يو مهم پيرودونكى او واردونكى هيواد هندوستان ده چې بادام ، چارمغز ، مميز ، توره جلغوزه ، وچه كشته او وچې مڼې له افغانستان څخه نوموړي هيواد ته صادريږي.

روح اله احمدزى وايي چې تازه ميوې په ځانګړي توګه انار، خټكي او انګور په هندوستان او پاكستان كې ښه ماركيټ لري . د ده په وينا په افغانستان كې د پرمختللو ساتندويو وسايلو د نشتوالي له كبله تازه ميوې امريكې او اروپا ته نه صادريږي.

د هغو آسانتياوو په هكله چې صادرونكو سوداګرو لپاره د صادراتو د پراختيا د ادارې لخوا رامنځ ته شوي احمدزى وايي چې صادرونكي سوداګر له ماليي څخه معاف شوي دي ، اتلس نړيوال نندارتونونه جوړ شوي او د سوداګرو په وړاندې هغه دولتي بيركراسي يي له منځه وړې چې يو سوداګر به دې ته اړ ؤ چې له بيلابيلو ادارو څخه 27 لاسليكونه تر لاسه كړي.

احمدزى وايي چې د افغانستان زعفران په ځينو هيوادونو په ځانګړي توګه په ايتاليې كې ښه بازار پيدا كړى او د صادراتو د پراختيا اداره به زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه كې ډيره مرسته وكړي.

د صادراتو د پراختيا د ادارې وياند وايي چې په افغانستان كې داسې لابراتوارونه نشته چې د صادراتي توكو كيفيت تثبيت كړي . چې د نورم او ستندرد په تثبيت سره به دا شونتيا رامنځ ته شي چې د افغانستان وچه او تازه ميوه اروپايي او امريكې هيوادونو ته صادرې شي .

د وچې او تازه ميوې د صادراتو د اتحاديې مشر حاجي محمد حسن وايي : څومره چې د وچې او تازه ميوې د صادراتو كچه لوړيږي په هم هغه اندازه د خلكو په اقتصادي ژوند ښه اغيزه كوي او اوس څه د پاسه سل ډوله وچه او تازه ميوه بهر ته صادريږي

د صادراتو د پراختيا د ادارې د وياند په وينا په 1387 كال كې د غاليو په صادراتو كې 20 ميليونه ډالره كمښت راغلى او لامل يي په افغانستان كې هوايي ترانسپورت ته نه لاسرى او نورو هيوادونو ته د پاكستان له لارې د افغاني غاليو صادرول په ګوته كوي .