د وينو نوې بانکونه جوړيږي
۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۲, سهشنبهد دغو بانكونو مالي لګښت د فرانسې هيواد د هغو اتو ميليونو يورو له مرستې څخه وركول كيږي چې د مخه يې د روغتيا له وزارت سره كړيده . د چارواكو په وينا د وينې د بانكونو د ودانيو په جوړيدو سربيره به نوموړي بانكونه په تخنيكي وسايلو هم سمبال شي او د بانكونو كاركوونكو ته به اړينې روزنې هم وركړل شي.
د عامې روغتيا وزارت د يوه پلان له مخې په كابل او د افغانستان په لويو ښارونو مزارشريف ، كندهار ، هرات ، ننګرهار غزني او كندز په ولايتونو كې د وينې بانكونه جوړيږي . د دغو بانكونو د جوړولو مالي لګښت د فرانسې هيواد د هغو اتو ميليونو يورو له مرستې څخه وركول كيږي چې د عامې روغتيا له وزارت او په ځانګړي توګه د وينې له مركزي بانګ سره يي كړيده د وينې د بانكونو د جوړولو د سروې او ډيزاين چارې چې تير كال پيل شوي اوس د كابل د وينې بانك د ډيزاين او سروې كارونه بشپړ شوي او د ولايتونو د وينې د بانكونو د سروې چارې به ژر بشپړې شي .
د عامې روعتيا وزارت وياند او سلاكار ډاكتر عبداله فهيم وايي چې د هغه تړونليك له مخې چې د فرانسې له دولت سره لاسليك شوى ، په لمړي پړاو كې به د كابل ، مزار شريف ، كندهار ، هرات او ننګرهار په ولايتونو كې د وينې د بانكونو د ودانيو د جوړولو كارونه پيل شي .
د وينې د مركزي بانك رييس ډاكتر محمد نادر حساس په ولايتونو كې د وينې د بانكونو د حوړولو په هكله وايي چې : د هغه تړونليك له مخې چې د فرانسې د( ا ، اف ، ډي )له موسسې سره لاسليك شوى نوموړې موسسه به اته ميليونه يورو د وينې د بانكونو په جوړولو او معياري كولو ولګوي چې يوه عمده برخه يې د وينې د بانكونو لپاره د ودانيو جوړول دي .
د وينې د مركزي بانك رييس وايي چې د كابل د وينې د بانك د ودانۍ د جوړولو سروې بشپړه شويده او ډير ژر به يي د كار عملي چارې پيل شي .
ډاكتر حساس وايي چې په لويو ښارونو كې د وينې د بانكونو جوړول به دا زمينه برابره كړي چې په ټول هيواد كې د مصونې وينې د راټولولو او اړو كسانو ته د ويشلو وړ او مناسب شرايط چمتو شي.
د وينې د مركزي بانك رييس وايي چې: د افغانستان په ۲۷ ولايتونو كې د وينې د بانك څانګې فعالې دي خو دوى به هڅه وكړي تر څو د وينې د بانكونو تخنيكي او عملي چارې ستندرد او معياري كړي چې د فرانسې هيواد د همدغې مرستې څخه په ګټې اخيستلو سره به دغه چارې تر سره شي او د وينې بانكونو ته به د ودانيو د جوړولو تر څنګ په تخنيكي وسايلو هم سمبال شي او دوينې د بانكونو كاركوونكوته به اړينې روزنې هم وركړل شي .
انور بری پال
کتونکی: يحيی وردک