د وينزويلا ولسمشر چاويز مړ سو
۱۳۹۱ اسفند ۱۶, چهارشنبهد وينزويلا ولسمشر هوگو چاويز د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۵) تر غرمې وروسته پر څلور بجې او پنځه ويشت دقيقې (ځای وخت) د دغه هیواد په پلازمېنه کراکاس په يوه پوځي روغتون کي ومړ.
د چاويز د مړيني خبر د هغه مرستيال نيکولاس مادورو د تلويزيون له لار ورکړ.
د سرطان په ناورغۍ د دغه اخته سياستمدار روغتيايي حالت وروسته له هغه ډير خراب سوو چي د کيمياويي تداوۍ پرمهال د تنفسي سيستم يوه برخه له کاره وتلې وه.
د هوگو چاويز د مړيني خبر په زرو وينزويلايان د غم پر ټغر کښېنوله. مادورو پر خپلو وطنوالو باندي د کرارۍ ږغ وکړ: «دغي تاريخي تراژدۍ زموږ وطن سخت دردمن کړ. موږ پر ټولو هيوادوالو باندي ږغ کوو، چي د سولي په ساتنه، مينه، احترام او له خپل وطن سره خواخوږي واوسي.»
هغه دغه راز وويل، چي پوليس او اردو به ئې په يوه ځانگړي حالت کي وي ترڅو د خلکو ساتنه وکړي او سوله تضمين کړي.
د وينزويلا د چارواکو په خبره چاويز به د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل سي. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چي د جنازې په مراسيمو کي ئې د لاتين امريکا ډيری مشران گډون کوي.
د ۲۰۱۱ کال د جون په مياشت کي د چاويز سرطان تشخيص سوو. خو هغه بيا هم انتخابات وگټل او د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر مياشتي پر ۷ نېټه ئې بيا د ولسمشرۍ دندې ته دوام ورکړ. خو د دغه کال د ډسمبر په مياشت کي چاويز کيوبا ته سفر وکړ چي د سرطان د ناورغۍ څلورم عمليات وکړي، ځکه ئې نو ونسوای کولای چي د روان کال د جنورۍ مياشتي پر لسمه نېټه د ولسمشرۍ لوړه وکړي.
هغه د فيبرورۍ د مياشتي پر ۱۸ نېټه له کيوبا څخه بيرته خپل هيواد ته ستون سو او هلته په يوه پوځي روغتون کي تر درملني لاندي وو.
له کودتا تر جمهوري رياسته
هوگو چاويز په ۱۹۵۴ کال کي په باريناس ايالت کي و زېږېد. هغه په ۱۷ کلنۍ کي پوځ ته ولاړ او ډير ژر ئې په پوځ کي پرمختگ وکړ. چاويز په ۱۹۹۲ کال کي د هغه وخت د وينزيلا د جمهور رئيس کارلوس آندرس پرضد يوه ناکامه کودتا وکړه.
هغه شپږ کاله وروسته يعنی تر جزايي دورې تر تيرولو وروسته د ۱۹۹۸ کال په ټاکنو کي ځان کانديد کړ او بريالی سو. هغه په ۱۹۹۹ کال کي د ۴۴ کالو په عمر د وينزويلا په تاريخ کي د تر ټولو ځوان ولسمشر په توگه کار پيل کړ.
د وينزويلا د اساسي قانون د ۲۳۳ مادې له مخي بايد ۳۰ ورځي وروسته نوي انتخابات ترسره سي. د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله تر هغه وخته د مشرۍ چاري د مرستيال جمهور رئيس مادورو پرغاړه دي.
دا خبره معلومه ده چي مادورو به د ولسمشرۍ د کانديد په توگه وړاندي کيږي. دا چي د دغه هيواد اپوزيسيون به کوم کانديدان وړاندي کوي تراوسه لا معلومه نه ده.