د ويسا د ورځپاڼې مسوول چلوونکي زبېر شفيعي سره مرکه
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۷, دوشنبهځکه په افغانستان کی زموږ ټولنه او ولس تر اوسه هغی مقام ته نه دې رسيدلې
د سياسي ټولنيز شعور او پوهي کچه دومره نه ده لوړه شوی،چې دلته دی داسي ارزښتونه او مسايل وزغملي شي چې په هغه نورو ټولنو کي دود او رواج دې.
زه په دی باور يم،چې د بیان ازادی تر ډيره حده پوری تامین ده. خو ځني مسايل داسي شته،چې يا په خپله د رسنئيو او د بیان د ازادئ د علم بردارانو له خوانه د سرغړونی یا تیري په حالت کی د بيان آزادی له تهديد لاندی ده. په دی کي شک نه شته د حکومتي چارواکو يا هغه کسانو،چې هغوی د بیان آزادی د خپلو ناوړه یا بدو اعمالو د فشار سبب گوری او فکر کوی،چې د دوی گټی له تهديد لاندی دی نو دا آزادی د هغوی له خوا نه هم د تهديد لاندی ده. له هغوی نه پرته په عمومی ډول امنتي حالات سم نه دی. له نورو اړخونو نه د جگړي په ډگراو چاپيريال کی څرگنده ده چې د رسنيئو ازادی يا د بيان ازادی په هغه شکل چې بايد وای نه ده او له ستونځو سره مخ ده.
دويچه وېله:تاسی په افغانستان کي د مطبوعاتو سانسور او د آزادو مطبوعاتو په وړاندی ځني ستونځي څه ډول ارزوئ:
شفيعيې: په دی باب بايد ووايم.چې يو څه مسايل شته دې. زه مجبور يم او د يو ډول خود سانسورئ له حالت سره مخامخ يم. ځکه د هیواد شرايط لا بيخي نورمال او سم نه دی. يو لړ تهديدونه شته دا هم یو واقعيت دې،چې تر اوسه په هیواد کي داسي ځواکونه او قوتونه شته،چې هغه يو څوک په مرکزکی او په لری ولاياتو کی پری تهديدولې شي. دغه گواښونه ټول شته،يو نسبي د خود سانسورئ روحيه په ټولو مطبوعاتو کی په خاص ډول پر موږ هم خپره ده.
دويچه وېله: تاسی د مطبوعاتو د بیان آزادئ نړيوالي ورځي لمانځلوته څه ارزښت وزکوئ او په کومه سترگه ورته گورئ!
شفيعيې:که په افغانستان کي د بيان د آزادئ يا د مطبوعاتو د آزائ نړيواله ورځ په خاصو مراسمو لمانځل کيږي،يا يو ډول د ولس له ارزښتونو نه پرته په تشريفاتی شکل لمانځل کيږي نو دا به هیڅ کومه گټه ونه لری. خو که هغه ارزښتونه او هغه د ولس غوښتني او هیلي او دا مسايل په پام کی ونیول شي او د بیان آزادی تامین شي نو دا طبعي خبره ده،چې په راتلونکي کي به ښي پايلي درلودلاي شي.
دا په داسي حال کي ده،چې سږکال د مطبوعاتو د ډگر چلوونکی او روڼ اندي داسي انديښنه لری چې د ډله ايزي رسنيئو د قانون په رامنځ ته کیدو سره به د مطبوعاتو ازادی محدوده شي.