1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولس استازي، د ناامنیو له لاسه اندیښمن دي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲۹, شنبه

د افغانستان د پارلمان غړي د ناامنیو ډیریدو په انديښنه کې اچولي دي. هغوی وایي چې د طالبانو د فعالیتونو تر څنګ، په ولایتونو کې د وسلو توزیع او د خپلسرو وسلوالو کسانو تر منځ وسلوالې نښتې هم ډیرې شوي دي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/19B9I
انځور: DW

په وروستیو وختونو کې په میدان وردک او لوګر ولایتونو کې د طالبانو د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه انديښنې ډیرې شوي دي. دغه دواړه ولایتونه له کابل سره نزدې پراته دي او په دغه ولایتونو د طالبانو حضور کولای شي چې د پلازمینې امنیت له خطر سره مخامخ کړي.

د کابل ولایت استازې شینکۍ کړوخیل، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای شلمه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې په روان کال کې د طالبانو فعالیتونه ډیر شوي دي او امنیتي ځواکونه باید د دغې ډلې پر وړاندې لا جدي پروګرامونه تر لاس لاندې ولري: «امنیت فوق العاده خراب دی، په هر ځای کې ترور روان دی. ډیرې ستونزې وجود لري او د افغانستان د دفاع وزارت باید په عمل لاس پوري کړي، ځکه چې طالبان د کابل دروازو ته رسیدلي دي.»

د وسلو وېش

د افغانستان د پارلمان غړي وایي چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وسلو وېش پیل شوی دی او د خپلسرو وسلوالو ډلو فعالیتونه د خلکو له پاره یو لوی سرخوږی دی.

د عبده په نوم یوه تن استازي وویل، په هغه صورت کې چې د وسلوالو ډلو د فعالیتونو مخه و نه نیول شي، خلک به د هغوی د آزار څخه ستومانه شي: «خپله مقامات پر دې خبره اعتراف کوي چې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د وسلو وېش جریان لري، تیره ورځ د جبل السراج په سیمه کې نهه تنه ووژل شول. دا هغه پیښي دي چې موږ یې هره ورځ شاهدان یو.»

د وسلو د توزیع په اړه له څو میاشتو راهیسې انديښنې وجود لري. دا په داسې حال کې ده چې د ټول هیواد په کچه امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي.

په لویو لارو کې نا امني

په عین وخت کې یو شمیر استازو بیا د ناامنیو له امله د اقتصادي زیان په اړه شکایت وکړ. د داخلي امنیت د کمیسیون ریس، میرداد نجرابي، د کابل کندهار په لویه لار د ناامنیو د پیښو په اړه وویل چې د خصوصي شرکتونو د لاریو په سوځیدو سره، افغانستان ته په میلیونونو ډالره زیان اوښتی دی.

نجرابي زیاته کړه چې یوازې په وروستیو شپږو میاشتو کې افغانستان له ۴۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات زیان لیدلی دی: «آیا موږ د خپلو خلکو له پاره کوم ځواب لرو او که نه. خلکو ته ۴۲۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی او تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو بیلا بیلې څانګې بیا د عمومي لارو د امنیت ساتلو پړه په یوه بل وراچوي. تیره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت، معین جمیل جنبش، چې د کتارونو د انتقال مسوولیت پر غاړه لري وویل چې د عمومي لارو د امنیت مسوولیت د پولیسو په دې څانګه پورې اړه نه لري.