د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ليکني بهير پيل سو
۱۳۸۹ فروردین ۳۱, سهشنبهد دغه بهير پيل د ټاکنو له مهال ويش سره سم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء د سرپرست ذکريا بارکزي لخوا د يو خبري ناستي په ترڅ کي اعلان سو .
ذکريا بارکزي خبريالانو ته وويل :لکه څرنګه چي تاسي خبرياست د وري د مياشتي له 24 نېټې څخه د وري د مياشتې تر 30نيټې پورې موږ د نوماندانو د نوم ثبتولو په هکله د مالوماتو د ورکولو بهير په ټول افغانستان کي په لاره واچاوه.
بارکزي وويل : تر نن ورځي پوري په ټوليزه توګه 2159 تنه د ټاکنو ولايتي دفترونو ته د فورمو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کړې، چي لدې جملې څخه 307 تنه مېرمني دي او 26 تنه کوچيان دي.
بارکزي وويل، چي د ځينو ستونزو له امله د بدخشان او تخار په ولايتونو کي نن د نوم ليکني بهير ندی پيل سوی،خو په نژدې ورځو کې به په نوموړو ولايتونو کي هم د نوماندانو د نوم ليکني بهير پيل سي.
د دې پوښتني په ځواب کي، چي داسي ګونګوسې موجودي دي، چي د ټاکنو د قانون په اړوند د ولسمشر او ملي شورا تر منځ د نانندرو په راولاړيدو سره به د ولسي جرګې ټاکني تر سره نسي بارکزي وويل : د اساسي قانون د 156 مادې له مخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو د دايرولو او له ټاکنو څخه د څارني هر ډول واک لري.
د ټاکنو قانون کمېسيون ته واک ورکړی که چيري شرايط د ټاکنو وړ نه وي او که کومه غيرمترقبه پيښه رامنځ ته سي يواځي د ټاکنو خپلواک کمېسيون دا واک لري چي د ټاکنو د نه تر سره کيدو په هکله په موقتي توګه پريکړه وکړي.
د نوماندانو د نوم ليکني بهير د غوايي د مياشتي تر 24 نيټې پوري دوام کوي. بارکزی په ځينو ولايتونو کي د امنيت نشتون او د عامه پوهاوي د ټيټي کچي شتون هغه ننګوني ګڼي، چي د ټاکنو په وړاندي پرتې دي.
د دې پوښتني په ځواب کي، چي د ټاکنو قانون د ولسي جرګې لخوا ردسوی ټاکني به د کوم قانون له مخه تر سره سي بارکزی وايي: د ټاکنو خپلواک کمېسيون مقننه ځواک ندی موږ قانون نه تصويبوو موږ په پارلمان کي دوې خوني لرو ولسي جرګه او مشرانو جرګه د اساسي قانون د 79 مادې له مخه قانون بايد د دواړو مجلسونو لخوا تصويب سي. اوس چي کوم قانون موږ په لاس کي لرو د عدليې د وزارت لخوا د ټاکنو کمېسيون ته استول سوی موږ مکلف يو چي دغه قانون په عمل کي پلی کړو.
بارکزي د ټاکنو د کميسيون په چوکاټ کي د دفاع ، کورنيو چارو او ملي امنيت د ارګانونو د استازو په ګډون د يو نوي کمېسيون د جوړيدو خبره وکړه. نوموړی کمېسيون دنده لري تر څو په ټاکنو کي د هغو نوماندانو مخه ونيسي چي له جنګي ډلو سره تړاو لري.
بارکزي وويل، چي د کندهار ، ننګرهار، غزني او پکتيکا د ولايتونو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين په تيرو ټاکنو کي د درغليو په تور لويې څارنوالۍ ته پيژندل سوي دي.
د يادونې وړ ده چي د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هر نوماند بايد د نوم له ليکني څخه د مخه 10000 د راي ورکولو کارتونه او 30000 افغانۍ د ټاکنو ولايتي دفتر ته وسپاري. د ولسي جرګې ټاکني به د وږي د مياشتي پر 27 نېټه ترسره سي.
کابل/ انور بری پال
کتونکی. زيارمل