د ولسمشرۍ ټاکني به د زمري د مياشتي پر 29 نېټه تر سره سي
۱۳۸۷ اسفند ۱۴, چهارشنبهپه افغانستان کي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون نن پريکړه کړې چي دغه ټاکني به د پلان سره سم د اګست د مياشتي پر 20 نېټه تر سره سي.
داخبره نن د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييس عزيزالله لودين په يوه خبري ناسته کي د يوشمير کورنيو او بهرنيو خبريالانو په وړاندي څرګنده کړه او يوار بيا يې د ټاکنو د څنډولو لامل مالي او امنيتي ستونزي يادي کړې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ددې پريکړي سره هم د کرزي مخاليف کانديدان او هم د امريکا متحده ايالتونه موافيق دي.
د کرزي غوښتنه پر دې بنسټ سوې چي لکه څنګه چي په اساسي قانون کي ويل سوي چي په افغانستان کي بايد د ولسمشرۍ ټاکني د 30 څخه تر 60 ورځو تر هغه د مخه وسي چي دبرحال ولسمشر د کار وخت پای ته رسيږي.
تير کال کرزی او مخالفين يې دې پريکړي ته رسيدلې وه چي د ولسمشرۍ نوي ټاکني به د اګست پر 20 نيټه تر سره کيږي او تر دې مودې پوري به کرزی خپل کار ته دوام ورکړي. خو اوس د کرزي مخالفين ددې پريکړي څخه مخ اړوي او وايي چي د می د مياشتي د 21 څخه چي د ولسمشر کرزي د جمهوري رياست دوره پای ته رسيږي بايد کرزی ايسته سي کنه نو دا به يو غيري قانوني عمل وي. داچي پدې دوو مياشتو کي به د دولت چاري څوک په غاړه اخلي دا لانجه لا تر اوسه نده حل سوې.
د کارپوهانو په خبره داچي ښاغلي کرزي د ټاکنو د رامخته کيدو غوښتنه کړې، کيدای سي يو علت يې داوي چي ددغي خلا مخنيوی وسي.