1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ له نوماند شهنواز تڼي سره مركه

۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبه

شهنواز تڼى د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند په كال ۱۳۲۸ كې د خوست په ولايت كې زيږيدلى .

https://p.dw.com/p/Ir1Z
شهنواز تڼى د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماندانځور: DW

درې اولادونه لري . ديپلوم انجنير نثار احمد سليمي چې د تڼى لمړى مرستيال دى په ۱۳۳۲ كال كې د هرات په ولايت كې زيږيدلى او محمد جان پامير چې په ۱۳۴۰ كال كې د بدخشان په ولايت كې زيږيدلى د نوموړي د دويم مرستيال په توګه نومول شوى .

شهنواز تڼى له دويچه ويلې سره په يوې مركې كې د افغانستان د اړوندو مسايلو په هكله خپل د راتلونكي احتمالي حكومت دريځ څرګند كړ:

دويچه ويله : ښاغلى شهنواز تڼى د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند څرنګه چې پوهيږئ په افغانستان كې د بې امنۍ ، ځان وژونكي بريدونه او تښتونې ډيرې شوي دي تاسې د امنيت په راوستلو كې څه پروګرامونه لرئ ؟

شهنواز تڼى: تاسو ته جوته ده چې د افغانستان خلك امن غواړي ، نظم او ثبات غواړي . د دې لپاره په كار ده چې د افغانستان وسله وال پوځ په اوله درجه د كورنيو چارو وزارت پولسي او امنيتي ځواكونه پياوړي شي تر څو لكه څرنګه چې تاسې سوال وكړ د افغانستان د خلكو امن وساتل شي او د افغانستان خلك په سوله ايزه او ارامه فضا كې كار وكړي .

دويچه ويله : په افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه نظر لرئ؟

تڼى : په افغانستان كې نړيوال وسله وال پوځونه د جرمني د پريكړو سره سم يو موقتي ضرورت دى خو زمونږ نظر دا دى چى افغان وسله وال پوځ په خپلو پوښو ودريږي او دوى د جګړې لپاره چمتو شي داسې چمتو شي چې په افغانستان كې جګړه ايزې چارې په ځانګړي توګه تر سره كړي . څومره چې زه فكر كوم د نړيوالو ځواكونو په افغانستان كې د افغانستان د عوامو له ذهنونو سره سمون نلري په دې خاطر ښه به دا وي چې افغان وسله وال پوځ پر پښو ودريږي او نړيوال پوځونو ته د وتلو شرايط برابر شي اود هيواد چارې پخپله د افغانستان دولت رهبري او اداره كړي .

دويچه ويله : له مخالفو ډلو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه كې څه نظر لرئ؟

تڼى : زمونږ له نظر ه جګړه د حل لاره نده او بل دا چې د افغانستان تيرو ترخوتجربو او زمونږ ژوندي خاطر هم دا وښودله او په هيواد كې په يواځې توګه هيڅ څوك او هيڅ ځواك نشي كولاى ستونزې حل كړي نو په دې خاطر ښه به دا وي چې دولت له خپلو مخالفينو او يا مرورو وروڼو سره خبرو اترو ته كښيني او مذاكراتو ته دوام وركړى شي . هر څومره چې ډيرې خبرې وشي كيداى شي چې د افغانستان په ګټه تمام شي او ملي روغه جوړه رامنځ ته شي .نو مخالفين هم هغه چې افغانان دي هغو سره خبرې اترې وشي او هغه چې افغانان ندي زموږ نظر دا دى چې دوى هم بايد لكه بهرني پوځونه چې له افغانستان څخه وزي دوى هم بايدووزي.

دويچه ويله : د اقتصادي بحران د مخنيوي په هكله مو اقتصادي پروګرامونه څه دي د بيلګې په توګه د كرهڼې ، صنايعو او سوداګرۍ په برخو كې؟

تڼى : زمونږ په نظر تر ټولو د مخه چې زه په اقتصادي پروګرام باندې ږغېږم ښه به دا وي چې مونږ د افغانستان ټول امكانات په قانوني او صادقانه توګه استعمال شي كه څه كورني امكانات دي او كه څه هم بهرني او داسې استعمال شي چې د پرمختيايي بودجې لپاره د نړيوالو ملكونو له كمكونو څخه ښه استفاده وشي او د عادي بودجې څخه د افغانستان له امكاناتو څخه استفاده وشي . د دې تر څنګ مونږ غواړو چې په هيواد كې ښه اقتصادي او ټولنيزبدلونونه رامنځ ته شي او د افغانستان د خلكو د ژوند سطح لوړه شي . مونږ غواړو چې د افغانستان اقتصادي سيستم داسې عيار شي چې دولتي او خصوصي دواړه همزمان هم تقويه شي او هم كنترول شي يعنې يوازې په آزاد بازارتكيه ونشي بلكې دولتي سكټور هم پياوړى شي.

دويچه ويله : په ټوليزه توګه ستاسې بهرنى سياست به په كوم بنسټ ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونوسره ؟

شهنواز تڼى : مونږ غواړو چې افغانستان يو بې طرفه ، آزاد ، مستقل، فعال او سوله ايزه سياست ولري په دې مانا چې افغانستان د دنيا د ټولو ملكونو او اسلامي هيوادونو په خاص ډول دګاونډي ملكونو سره ښې نژدي سياسي دوستانه اړيكې ولرو په دې شرط چې د افغانستان په كورنيو چارو كې بې ځايه مداخله ونشي. همسايه ملكونه ډير مهم دي او د يو بل په چارو باندې مستقيمآ مثبت يا منفي اثر لري نو په دې اساس مونږ غواړو چې د همسايه ملكونو ګټو ته ،او همسايه ملكونه يو د بل ګټو ته درناوى وكړي .

دويچه ويله : د افغانستان اوپاكستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه لانجه منه ستونزه پاتې شويده تاسې د دغې ستونزې د حل كولو په موخه څه دريځ لرئ؟

تڼى : كه څه هم د ډيورند لاين كنترول ډير ګران كار دى او لرو بر پښتانه دواړه سره يو دي د افغانستان او پاكستان تر منځ هم يو ستونزمن كار پخپله ډيورند لاين دى خو تاسې پوهيږئ او ټولو ته جوته ده او زمونږ نظر هم دا دى چې افغانستان په اوسني دوران كې ډيرې ستونزې لري كورني مشكلات لري ښه به دا وي چې د افغانستان خلك تر ټولو د مخه اول خپل كور جوړ كړي خپلې كورنۍ ستونزې حل كړي متحد شي اتحاد او اتفاق پيدا كړي بيا وروسته دې سوال ته به تاريخ او وخت ځواب ووايې چې د افغانستان خلك څه غواړي څه پكار دي او څه بايد وشي .

دويچه ويله : د شخصي رسنيو او د بيان د آزادۍ په هكله څه فكر كوئ ؟

شهنواز تڼى : تاسې پوهيږئ تاسې مطبوعاتو ته اشاره وكړه د بيان آزادي او مطبوعات دا د معنوي سيستم يوه ډيره مهمه كړۍ بلل كيږي يعنې مهمه بيلګه يې ده . زمونږ له نطره د بيان آزادۍ او مطبوعاتو ته بايد ډيره پاملرنه وشي دا بايد په افغانستان كې ډيره تقويه شي او په جمهوريت غوښتنو باندې بنديزونه ونه لګول شي د ډيموكراسۍ دروازې په افغانستان كې ونه تړل شي دا زمونږ نظر دى . تاسې پوهيږئ چې هر څومره ليكنې كيږي هر څومره چې خبرې كيږي همدومره په افغانستان او نړۍ كې رښتينى حقيقت خپل ځاى نيسي . هر څومره چې انتقادونه كيږي هر څومره چې نظريات او پيشنهادونه وړاندې كيږي دومره رښتيا خپل ځاى نيسي او حقيقت څرګنديږي افغانستان ته نور هم مونږ كولاى شو دا اوسنى پروسه ښه وچلوو ښه يې تقويه كړو د افغانستان په چارو كې ستر پرمختګونه وشي .

دويچه ويله : د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه نظر لرئ ؟

شهنواز تڼى : مونږ غواړو زمونږ نظر دا دى چې په افغانستان كې ښځې د سړو په شان يو شان برابر حق ولري مقام ولري او په افغانستان كې د ښځو د آزادۍ د ښځو د حقونو لپاره كار وشي تر څو چې د افغانستان ښځې لوړ شعور ولري مورال ولري خپل مكلفيت او رسالت ښه وپيژني او ښه توګه يې تر سره كړي .

دويچه ويله : په افغانستان كې بيلابيل قومونه ژوند كوي د دغو قومونو تر منځ د مساوي حقونو موضوع څرنګه څيړئ ؟

تڼى : په افغانستان كې مختلف قومونه ژوند كوي د شلو نه ديرشو نه زيات قومونه په افغانستان كې ژوند كوي همدا شان د شلو نه ديرشو نه زياتو ژبو باندې خبرې كوي خو د افغانستان خلك د افغان په نوم او د افغانستان په نوم ياديږي نو په افغانستان كې ټول مليتونه او قومونه چې غټ قومونه يې پښتون دى ، تاجك دى ، هزاره دى ، ازبك دى ، تركمن دى ، نورستاني دى ، بلوڅ دى وغيره وغيره په دې اساس د افغانستان اساسي قانون هم وايي او انساني حقوق هم زمونږ نه دا غواړي چې د افغانستان قومونه ټول حق لري البته د نفوسو په تناسب سره مونږ غواړو زمونږ نظر دا دى چې فردي استعداد په پام كې ونيول شي او په افغانستان كې متوازن انكشاف پراختيا وركړى شي .

دويچه ويله : د چاپيريال ساتنې په اړوند پرمختګونه څرنګه بولئ په دې برخه كې به ستاسې پروګرامه څه وي ؟

تڼى : مونږ غواړو چې د چاپيريال چارې په افغانستان كې خوندي وساتل شي د دې لپاره ښه تدبيرونه ونيول شي نو په دې اساس كه څه هم په تير دوران كې هم يو څه په دې لاره كې د خير او ښيګڼې چارې تر سره شوي يو څه پرمختګونه تر سره شويدي خو دې ته لږه توجه شويده پوره توجه شوې نده مونږ غواړو چې دې ته ډيره توجه وشي دولتي ارګانونه ، د افغانستان خلك ، سياسي ګوندونه ، ټولنيز سازمانونه په مجموع كې د افغانستان ټول خلك په افغانستان كې د چاپيريال خوندي ساتلو لپاره ډيره توجه وكړي او خپله وظيفه په ښه توګه تر سره كړي.

مرکه کونکی. بری پال

کتونکی. زيارمل