د ولایتي شورا رییس: د بادغیس جوند ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبهد بادغیس ولایتي شورا مشر بهاوالدین قدوس، ویلي دي چې طالب جنګیالیو د شپې له خوا پر دغې ولسوالۍ باندې برید وکړ او د ولسوالۍ ودانې یې ونیوله.
هغه زیاته کړې ده: «یاغیانو تر هغه وروسته چې امنیتي ځواکونه له سیمې څخه وتښتیدل، دغه منطقه تر خپل کنترول لاندې راوسته.»
د بادغیس ولایت یوه بل چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ولسوال او نور دولتي چارواکي له سیمې څخه تښتیدلي دي. هغه زیاته کړې ده چې یاغیانو «ډیر شمیر وسلې او ممهات هم نیولي دي».
طالبانو هم تایید کړې ده چې جنګیالیو يې دغه ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
په یوې بلې جلا پیښه کې په کندهار ولایت کې هغه وخت درې یاغیان ووژل شول چې د دې ولایت د ملي امنیت ادارې پر ودانۍ یې برید وکړ.
د ملی امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي، ویلي دي: «پیښه په کندهار ښار کې سهار وختې رامنځ ته شوه. لومړي برید کوونکي په چاودیدونکو موادو بار خپل موتر د ودانۍ مخې ته والوزوه.»
د ملي امنیت ادارې دغه ویاند ویلي دي چې تر دې وروسته بیا دوه تنه نور برید کوونکي د ملي امنیت په ادارې کې ووژل شول. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده چې ویل کيږي څلور تنه دولتي کارکوونکي په کې ټپیان شوي دي.