د وفادارۍ تر لوړي وروسته د کرزي ژمني
۱۳۸۸ آبان ۲۸, پنجشنبهکرزی وايي چي موږ ته ښايي په دغه لويه جرګه کي چي د افغانانو يو ستر دود بلل کيږي په خپل هيواد کي ۳۲ کلني جګړو، کورنيو جګړو او نورو لانجو لپاره د حل داسي يوه بنيادي لاره پيداکړو چي په نتجه کي يې زموږ په هيواد کي سوله او ثبات راسي.
لويه جرګه د افغانستان د اساسي قانون له مخه هغه ستر ارګان دی چي د ټول افغان ولس د هيلو انځور تمسيلوي. داچي دغه لويه جرګه به څه وخت را وبلل سي کرزي په خپله وينا کي په دې اړه څه نه دي ويلي. خو کرزي داخبره په ډاګه کړې چي دی به د ملي روغي موضوع د خپل نوي حکومت د تګ لاري يوه اساسي اجندا وګرځوي.
کرزي په خپله دغه وينا کي د سعودي عربستان څخه ددې غوښتنه کړې چي د طالبانو سره په دې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
د اداري فساد او اختلاس سره مبارزه.
د کرزي په خبرو کي بلي موضوع د اداري فساد او اختلاس سره د مبارزي خبره کړې او ويلي يې دي چي سر د راتلونکي کال څخه به افغان ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونه په دې وتوانيږي چي قدم پر قدم په هيواد کي دسولي او ثبات دنده په خپله پر غاړه واخلي او ښايي په پنځو راتلونکو کلونو کي په دې وتوانيږي چي بهرنيو ځواکونو ته اړتيا نه سته.
کرزي وايي، اداري فساد او اختلاس زموږ د هيواد بنيادي دښمن بلل کيږي نو له همدې امله به زه هڅه وکړم چي د هيواد په عدلي، ټولنيز او اداري نيظام کي بنيادي بدلونونه راسي.
آژانسونه/ زيارمل