د وسلو د سيالۍ نوی عصر
۱۳۸۷ خرداد ۱۶, پنجشنبهپه همدې دلیل دالمان دسولی دپينځولويووانستيتوتونوپوهان عقيده لری چی نژدې ختيځ به په راتلونکی کی هم دنړی دلانجه منی سيمی په حيث پاته سي ۰په بن کی دسولی څيړونکی اندرياس هاينه من ګرودر ددې څخه بيره لري چی،کيدای سي په راتلونکی کي حتی د شخړوحل داټومي وسلو په واسطه ولټول سي . اسراييل پاکستان اوهندوستان همدا اوس په خپلو وسلوکښي اټومی سرګولولې لری ،اوويل کيږی چی ايران او سعودی عربستان هم داټومی وسلو لرلو ته علاقه لری ۰هاينه من وايي چه :
ديوبل دکنترولولو دپاره کوم ميکانيزم نسته ، اوهمدغه ډول دوسلو دکنترول په هکله هم خبري سره نکوی۰په همدې خاطر دتير ي پيړۍ دشپیتمو کلونوراايسي کهمقايسه سي ،نو په ډير ښکاره ډول دوسلو سيالی روانه ده ۰اوپدی ساحه کی دنورو هيوادونو ورزياتيدل ،دختيځ اولویديز ترمنځ د سړې جګړې تر وخت ، وضعه ډيره خطرناکه کړيده ۰
د ارقاموڅخه هم څرګنديږی چی د هغه راايسی نړۍ دسولي په يوې ټوټې نده بدله سوې . ځکه چی په نړۍ کی هيڅکله دسږ کال په اندازه ډيری پيسی پر وسلو نوې لګول سوی ۰ددفاعی چارو په بودجوکی ۱۲۰۰مليارده ډالره دعسکرو،ټانکونو او نورو جنګي وسايلو دپاره تياري دي . دنویيمو کلونود بې وسلی کولو څخه وروسته په نړی کښي اوس دوسلو د ډيريدو ريکارډ رامنځته سوی دی . دنړۍ دټولولګښتونو نيمايي برخه دامريکا متحده ايالتونو کړيد ي . هاينه من دکوچنيو تروريستی ډلو په پام کی نيولو سره وايی چی ددغو پيسو څخه غلط کاراخيستل سويدی ۰دی وايي :
دامريکا وسله وال کيدل د تهديدونو سره کومه اړه نلری ، اودا دسخت سوء تفاهم سبب کيږی .ځکه چی پوځی وسايل ددغو تهديدونو په مقابل کښي هدفمنه وسيله نده ۰ دی دامريکا دراتلو نکی جمهوررييس په تيره بيا بارک اوباما څخه ډيره اميدواري لری چی په امنيتی سياست اوداقليم دبدليدوپه مخنيوي کښي فعاليت وکړی . څيړونکی داروپايی هيوادونو له حکومتونوڅخه هم دسولی په خاطر دفعاليتونو انتظارلری ۰دغه فعاليت بايد په نړۍ کی دنظامي بودجې د زياتولو د لاری نه،بلکه دبی وسلی کولو دلار ي وي .