د وسلو د روسي تجار له پاره د عمري بند سزا غوښتنه شوې ده
۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبهاعلان
د امریکا د متحده ايالتونو د نيويارک ايالت څارنوال د وسلو د روسي تجار ويکتور بوت لپاره د عمر قيد د سزا غوښتنه کړې ده. د محکمې د اسنادو څخه د څارنوالۍ نقل قولونه رسنيو ته رسېدلي دي چي پکښي دغه روسي کس د يو خطرناکه تجار په توگه ياد سوی دئ. ويکتور بوت چي د مرگ د تجار په نوم هم ورته خطاب سوی دئ د تېر مېلادي کال په نومبر کي ورباندي دا تورونه ثابت سوي ول چي په غېرقانوني توگه ئې د وسلو تجارت کوي. دا چي نوموړي ته به کومه سزا وټاکل شي په دې اړه به محکمه په اپريل کي پرېکړه کوي. پر دغه کس تور دئ چي د شلو کلونو څخه زيات وخت ئې د نړۍ هغو سيمو ته په لوړه کچه وسلې رسولې چي پکښي وسله وال کړکېچونه روان ول. ويل کيږي چي دغه وسلې د پخواني شوري د وختونو وسلې وې.