د ورځي مهم خبرونه په انځورونو کي
د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه د سيمي او نړۍ خبرونه په انځور کي دلته ولولئ
پر پاکستاني وزیر باندي په ځانمرگي برید کي اته کسان وژل سوي دي
د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو پر وزیر باندي د یوه ځانمرگي برید په ترځ کی لږ تر لږه اته کسانه وژل سوي دي، چي په منځ کی یې پخپله وزیر هم شامل دی. لکه څنگه چی ویل سوي دي، نوموړي وزیر د اسلا آباد څخه تقریبأ ۷۰ کیلومتره لیري په اټک کی غونډه درلوده ، کله چي ځانمرگی ورداخل او خپل ځان یې والوزاوه.
ایران د خپل اټومي پروګرام په هکله اسناد سپارلي دي
ایران، د اټومي انرژۍ نړيواله ادارې ته پر خپل وخت د خپل اټومي پروګرام په هکله معلومات ورکړي دي او په دې ډول سره یې د اټومي تړون یو مهم شرط پوره کړی دی. د جولای په میاشت کي ایران، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني تر منځ د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول پر سر یوه موافقه رامنځته سوه. خو ایران کولای سي د اټومي انرژۍ څخه سوله ایزه استفاده وکړي.
د چین د بندري ښار تیانجین د چاودنو قربانیان نور هم ډیرسوي دي
د چین د بندري ښار تیانجین په صنعتي پارک کي تر نوو چاودنو وروسته د هغه ځای او شاوخوا ټوله اوسیدونکي و امن ځایونو ته انتقال سوي دي. د چهارشنبه په ورځ د چین د شمال د زهرجنو او چاودیدونکو موادو په یوه ساحه کي تر څو سختو چاودونو وروسته اور بل سو، او د شنبه په ورځ نوري چاودني هم رامنځته سوې. داسي آوازې چي هلته د سودیم سیانید زهرجن گاز خپور سوی دی، نور هم د اندیښنې وړ وگرزیدلې.
د اندونيزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده
د اندونیزیا په یوه گوښه ولایت پاپووا کي ورکه سوې الوتکه موندل سوې. ويل سوي چي دغه الوتکه لوېدلې ده او د لوېدلو ځای يې معلوم سوی دی. په دغه الوتکه کي ۵۴ انسانان سپاره ول. دولتي ژغورونکې عملې خبر ورکړی دی ، چي د جایپورا څخه اوکسیبیل ته د داخلي پرواز پر وخت د هغه سره ارتباط قطع سوی ؤ. د چارواکو په حواله په دغه الوتکه کي ۴۹ مسافر او ۵ د طیارې عمله سپاره وه.
د ترکيې په ختیځ کي څلور انسانان وژل سوي دي
د ترکيې د شرق د کارس په ولایت کي د نښتو په نتیجه کي د کردي ياغيانو د سازمان PKK درې یاغیان او یو عسکر وژل سوي دي. د ترکي پوځ په حواله د فیرونو دغه تبادله د PKK پر ضد د عملیاتو په جریان کي رامنځته سوه .د اوونیو راهیسي د ترکيې د جنوب شرق د کردانو د اوسیدو په ساحه کي په تکرار سره نښتي رامنځته سوی دي. د حکومت او PKK تر منځ تر دوو کلونو اوربند وروسته تیره میاشت په جنگونو کي ۷۰ انسانان وژل سوي دي.