1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وردگو په ځانمرگي بريد کي څلور تنه استخبارتي مامورین وژل سوي

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۷, یکشنبه

په ميدان ښار کي پر ملي امنيت ادارې باندي په ځانمرگي يرغل کي څلورتنه افغان استخباراتي کارکوونکي وژل سوي او نزدې دېرش تنه ملکي وگړي ټپيان سوي دي. د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/19dnO
An Afghan policeman stands guard as smoke rises from the entrance gate of a foreign logistics company at the site of a suicide attack in Kabul on July 2, 2013. A suicide car bomb in Kabul struck a foreign logistics company supplying NATO forces, killing seven people and wounding three or four others early on July 2, police said. AFP PHOTO/ SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)
Zum Thema - hohe Verluste afghanischer Sicherheitskräfte alarmieren die Natoانځور: Getty Images/Afp/Shah Marai

د ميدان وردگو ولايت وياند عطاالله خوگياڼي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د يکشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۸) ځانمرگو بريد کوونکو د دغه ولايت پر ملي امنيت ادارې باندي يرغل وکړ او د دغي ادارې څلور تنه مامورین يې ووژل.

د وياند په خبره په دغه پيښه کي شپږ تنه ځانمرگي بريد کوونکي هم وژل سوي دي او د ښځو او کوچنيانو په گډون نزدې ۳۰ تنه ملکي وگړي ټپيان سوي دي.

د ميدان وردگو ولايت وياند وويل، چي ځانمرگو بريد کوونکو لومړی د چاودېدونکو موادو ډک موټر د دغي ادارې په دروازه کي وچاوده چي نورو پنځو تنو ځانمرگو بريد کوونکو ته يې د ورننوتلو لاره خلاصه کړه.

ويل کيږي چي په دغه ودانۍ کي د ځانمرگو بريد کوونکو او امنيتي ځواک تر منځ جگړې یو ساعت دوام وکړ او د پنځو تنو ځانمرگو بريد کوونکو په وژلو سره جگړه پای ته ورسېده. په سيمه کي خبريالانو د وژل سوو ځانمرگو بريد کوونکو جسدونه ليدلي دي.

د عيني شاهدانو په خبره موټر چاودنه دومره پياوړې وه چي د نژدې ودانيو ټولي ښيښې ماتی سوې او ډير خلک دغو ښيښو ټپيان کړي دي.

د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او په خپل ويبسايت کي يې ليکلي دي چي افغان امنيتي ځواک ته يې سخته مرگ ژوبله اړولې ده.