د وردگو د چک ولسوالۍ، ولسوال وژل شوی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبهاعلان
د افغانستان حکومتي چارواکو ويلي دي چي وسله والو مخاليفينو د هيواد په ختيځ کي يو حکومتي چارواکی وژلی دئ. د وردگو ولايت د والي دفتر ويلي دي چي د دغه ولايت د چک ولسوالۍ ولسوال اسمعيل وفا او د هغه زوی د يکشنبې په ورځ په خپل موټر کي د سفر پر وخت په وسله وال بريد کي ووژل سول. په عيني حال کي د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو له لوري د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.