د واوري سړئ، په افغانستان کي یوخوشالونکئ مشغولیت
د واوري د سړي جوړول په هغو هيوادونوکي، چي واروره کیږي، یوعادي تفریحي مصروفیت دی. د افغانستان په هره برخه کي هم اوس هرڅوک د خپل ذوق سره سم د واوري سړئ جوړوي.
یادگاري عکس
د واوري د سړي جوړول په عمر پوري اړه نه لري، خو کوچنیان د هغه څخه ډیر خوند اخلي.
داسي نه چي یخ مو ووهي
د واوري سړي ته کله جارو په لاس کي ورکوي او کله هم کالي په اغوندي.
هر څومره چي لوی وي، خوند یې ډیر وي
د واوري لوی سړي معمولأ په څو کسانو باندي جوړيږي.
بې حرکته سړئ
دواوري د سړي پزه د زردکو او سترگي یې د سکرو او یا توروغوټو څخه جوړيږي.
تاریخي قدامت
حتی په منځنیو پيړیوکي یې هم د واوري سړئ جوړاوه. تر ټولو پخوانئ لیکلئ سند د ۱۶ عیسوي پيړۍ د واوري سړئ دی، چي د انگلیسي لیکوال او ډرامه لیکونکي ویلیم شکسپیر په ځینو آثارو کي هم ورته اشاره سوې ده.
لنډ عمر
د یوه یادگاري عکس د اخیستلو له پاره وخت باید د لاسه ورنکړئ، ځکه چي د واوري دسړي عمر ډیر لنډ او تر هغو پوري وي،چي هوا سړه وي.
غښتلئ او قوي
د واوري یوسړئ په لمړي سر کي دواوري ددرو ټوټو څخه ، چي یو پر بل ایښوول کیږي ، شروع کیږي. په هره اندازه چي دغه ټوټوې غټي وي ، په هغه اندازه هم لوی او قوي د واوري سړئ جوړیږي
دواوري بت
دلته کیدای سي، د بامیان د واوري نړیدلې مجسمه ترسیم سوې وي، چی یوازي به څو ورځي عمر ولري.
دواوري ارواح
د واوري ددغه سړي جوړونکي ښايي غوښتي وي، چي په دغه هدیره کی د مړو ارواح ترسیم کړي.
ډله ایز کار
يوه ډله ځوانان د خپل گډ کار څخه راضي معلومیږي.
ښایسته ناوکۍ
دواوري ددغي ناوکۍ خندأ، که څه هم عمر یې لنډ دی، خو ډیره خوشالونکې ده.