د واشنګټن د وړانديز په هکله ايران مثبت غبرګون ښودلی
۱۳۸۷ بهمن ۱۰, پنجشنبهد دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سياسي مبصر پتر فليپ لیکي چي : لکه څنګه چي ليدل کيږي دنژدې او منځني ختيڅ په هکله د واشنګټن دنوي ږغ په مقابل کي مثبت غبرګونونه ښودل سوي که څه هم له ډير احتياطه څخه کا راخستل سوی دی.
ايران :د امريکا دمتحده ایالتونو دنوي ولسمشر بارک اوباما ددې خبري په مقابل کي چي غواړي له ايرانه سره مخامخ خبري اتري وکړی. دايران د دولت مشر محمود احمدي نژاد سمدستي غبر ګون ښودلی او ويلي يې دي چي د ده هیواد مخامخ خبرو اترو ته چمتوالی لری او د خوشالۍ ځای دی چي دغه بدلون رامنځ ته سوی دی. خو بايد وليدل شي چي آیا دابه رښتيا دامریکايانو په سیاست کي یو بدلون وی او یا به يواز ی يوه تاکتيکي بڼه ولري.
په هر صورت د ايران ولسمشر دامریکایانو سره دديالوګ کړکۍخلاصه کړې که څه هم په يو څه ا حتياط او شک او ترديده سره . په ايران کی داسلامی انقلاب نه 30 کاله وروسته، هسي چي ليدل کیږي، سرټنبه او تندلاري سياست وال هم دې نتیجې ته رسیدلي چي ديالوګ او خبري به بهتره وي، نظر ودې ته چي شخړو ته لمن ووهل سي او د سر زورۍ څخه کار واخيستل سي.
لږ تر لږه سړی ويلای سي چي ډيپلوماسي به بهتره وي نظرودې ته چي دسياست په ډګر کي يو بل ته پيغورونه وسي او تورونه ولګول سي. دابه ډير يو غير هوښیارانه کار وای که چيري احمدی نژاد داوباما د وړانديز په ځواب کي بیا هم دسرټنبه ګۍ څخه کار اخيستي وای او دمخامخ خبرو وړانديز يې رد کړی وای.
ډیرو داتمه لرله چي احمدي نژاد به دا کار وکړي او ډیرو ته به یو ه موضوع پیدا سي. خو په عيني وخت کي دا به هم ډيره داريانتيا وړ خبره نه وای چي د ايران ولسمشر له واشنګټن سره دمخامخو خبرو او دیالو ګ دپاره شرطونه وړاندي کړي دي.
احمدی نژاد وايي چي د امریکا متحده ايالتونه بايد په لومړي سرکي د خپلو هغه کړو څخه چي په تيرو کلونوکي د ايران په مقابل کي کړي بخښنه وغواړي او دنړۍ له هرګوډه څخه خپل وسله وال ځواکونه وباسي او دنړۍ په هر ځای کي دګوتو وهلو څخه لاس واخلي او د اسرايلو ملاتړ پرېږدي.
دجدي ايران پیژندونکو له نظره دابه بده خبره نه وي که چيري واشنګټن په ايران کي دهغي ګوت وهني څخه بخښنه وغواړي، چي په 1953 ميلادي کال کي د امریکي دمتحده ایالتونو داستخباراتي څانګيCIA له خوا په ايران کي د پخواني شاه په ګټه کودتا سوې وه. يا داچي دعراق او ايران په جګړه کي د صدام حسين څخه ملاتړ سوي. دغه ډول اقدامات ښايي ددواړو خواو داړيکو پر ښه کيدلو باندي مثبتي اغيزي ولري. خو داچي له عراقه څخه به امريکا خپل پوځي ځواکونه باسي اوباما په دې موضوع کي دايرا ن غوښتني ته کومه اړه نلري او داخبره هم روښانه ده چي اوباما نه غواړي په روان وخت کي له افغانستان څخه خپل پوځي ځواکونه وباسي. دا چي ايران وايي امریکا دي د اسرايلو ملاتړ نه کوي دا غوښتنه به هم د امریکا له پاره د اوریدلو وړ نه وي او هيڅکله به واشنګټن داونه مني چي له ايران سره دخپلو اړیکو دښه کولو له پاره اسرايل خپه کړي.
دنژدې ختيځ له پاره د امریکا خاص استازي ميچل به د حماس له استازي سره ونه ګوري خو داخبره به هم ديادوني وړ وي چي د اسرايلو په مقابل کي د ټولو دوستانه ويناو سره سره ښايي په راتلونکي کي هغه په اصطلا طلاي وخت چي امريکایانو به د هرډول قيد او شرطه څخه پرته د اسرايلو د دريځ ملاتړ کاوه، نور تير سوی وي.